Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بهرنیو ځواکونو دبهر کېدو لپاره د طالبانوله غوښتنې د روسیې ملاتړ

روسیه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بهر کېدو لپاره د طالبانو له غوښتنې ملاتړ کوي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه کې د امریکا د نه حضور په غبرګون کې،په افغانستان کې د جګړې د پای لپاره د مسکو د هڅو په له‎منځه وړلو تورن کړ.

په پایله کې روسېې له طالبانو د ملاتړ تور ته چې د امریکا لخوا لګول شوی وو ځواب ورکړ.

ضمیر کابلوف وايي چې هېواد یې  په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره د طالبانو مخالفت د توجیه وړ بولي او مسکو له افغانستان سره د ترهګرۍ په مبارزه کې ګډې ګټې لري.

هغه ووی:«د طالبانو یو شمېر عناصر په یوه اتحاد کې له دولت سره یې دي، د دې ډلې مشرتابه له ترهګرو سره د مبارزې لېوالتیا لري او دا په دې مانا ده چې روسیه او طالبان ګډې ګټې لري.»

 په همدې حال کې د امریکامتحده ایالاتونو دفاع وزیر له طالبانو سره د روسیې اړیکې زیان رامنځته کوونکې بولي.

د امریکا د دفاع وزیر جېمزمتیس څرګنده کړه:« د روسانو کړنو موږ اندېښمن کړي یوو. موږ له روسیې سره د سیاسي همکارۍ په هڅه کې یوو، خو اوس روسیه غواړي یو ستراتېژیک سیال واوسي او پوهېدلي یوو چې له روسیې سره په همکارۍ کې ډېره کمه هیله شته.»

د مسکو او واشنګټن ترمنځ د دغو اختلافونو سره جوخت د روسیې او تاجیکستان پوځیانو د افغانستان پولې ته نېږدې  ګډ پوځي تمرینونه هم پیل کړي دي.

د ۸۰۸ سپين زر حوزې قومندان شیرعزیز کامه‎وال وویل:«روسیه نه غواړي چې بیا په افغانستان کې دخیله شي،د دغه کار تجربه لري که چېرې کوم هېواد دا کار وکړي،امنیتي ځواکونه د هېواد د دفاع لپاره چمتو دي.»

ټاکل شوې تر راتلوونکو دوه اوونیو روسیه د افغانستان په اړه د یوې سیمه‎يیزې غونډې کوربه وي، په دې غونډه کې امریکامتحده ایالاتونو ته هم بلنه ورکول شوې ده، خو واشنګټن دا غوښتنه رد کړې ده.

شریک یي کړئ