د فلسطین د غزې پر تراړه د اسراييلو هوایي برید کې لږ تر لږه ۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د رپوټونو له مخې په وژل شویو کې یوه مور او یې ماشوم هم دی.
اسرایلو کابو دوه سوه توغندي د غزې په تراړه توغولي دي.
فلطسینیانو هم څه باندې دوه سوه توغندي د اسراییلو په سویل وار کړي چې په پایله کې یې درې تنه اسراییلیان ټپیان شوي.
په همدې حال کې اسراییلو چارواکي وايي چې د فلسطین لخوا توغول شوي توغندي په موخه مخکې له لګېدو شنډ شوي دي.
دوی وايي په هغو سیمو کې چې توغندي لګېدلي، اوسېدونکي یې خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا نښتې په تېرو دوو ورځو کې وروسته له هغو شوي چې د اسراییلو او فلسطین ترمنځ منځګړتوب لپاره د مصر هڅه ناکامه شوه.