د امریکا د متحده ایالاتو د امنیت سلاکار مایکل فلن له روسیې سره د اړیکو له امله، له خپلې دندې استعفاء وکړه.
هغه تورن شوی چې د ډونالډ ټرمپ د لوړې له مراسمو څخه وړاندې،په امریکا کې د روسیې له سفیر سره،پر مسکو د واشنګټن د بندیزونو په اړه خبرې اترې کړې وې.
د هغه له استعفاء څخه وړاندې،امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی وه چې د دغه هېواد د عدلیې وزارت له دې وړاندې د ټرمپ ادارې ته له روسیې سره د فلن د اړیکو په اړه ګواښ کړی وه.
اوس کېټ کلاګ چې یو متقاعد جنرال دی په موقته توګه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.