د امریکا د استخباراتي ادارې د پخواني مامور او تورن اډوارډ سنوډن مدافع وکیل وایي چې د اسنوډن پلار د روسیې ویزه اخیستې او ډیر ژر به د خپل زوی د لیدو لپاره دغه هیواد ته ولاړ شي.
په همدې حال کې د اډوارډ اسنوډن پلار، لان اسنوډن د امریکا د ای بي سي ټلویزوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې غواړي زوی یې بیرته امریکا ته راستون او دلته په عادلانه توګه محاکمه شي.
که څه هم د امریکا متحده ایالتونو له ټولو هیوادونو غوښتي وه، چې اډوارډ اسنوډن ته پناه ورنه کړي، خو روسیې د واشنګټن له دې غوښتنې سترګې پټې کړې او هغه ته یې موقته پناه ورکړه.
د اسنوډن پلار وایي، چې زوی یې د امریکا ملي امنیت د جاسوسۍ سازمان د پروګرامونو په اړه حقیقت په ډاګه کړی او لویه فداکاري یې کړې ده.
د بارک اوباما دولت د آی اس اې پخوانۍ مامور، اسنوډن په جاسوسۍ او د محرمو اسنادو په غلا کولو تورن کړی او د هغه د استرداد غوښتنه کوي.
د اسنوډن پلار د روسیې د ویزې ترلاسه کول تایید کړې، خو مسکو ته یې د تللو په اړه څرګندونې نه دي کړې.
اډوارډ اسنوډن د جون په ۲۳ له هانګ کانک نه مسکو ته ولاړ.
په دې اړه مو اندونه