Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د روسیې پارلمان د نوي لومړي وزیر نوماندي څېړي

د روسیې پارلمان چهارشنبې(د مرغومې په ۲۵مه نېټه) ویلي دي چې د دغه هېواد د لومړي وزیرۍ لپاره د فدرال مالي سرویس مشر، میخایل میشوستین نوماندي څېړي.

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین وروسته له دې چې کابینې استعفاء ورکړه، د میخایل میشتوستین نومانداني منلې او غه یې د تایید لپاره پارلمان ته معرفي کړی دی.

د روسیې لومړي وزیر، دیمتري مددوف چهارشنبې ویلي، حکومت یې ځکه استعفاء ورکړې، څو پوتین ته بدلون فرصت ورکړي، څو هغه قانوني بدلون راولي.

دغه ناڅاپي اعلان به روسیه کې ناڅاپي لوی بدلون راولي او دغه هېواد به نوی لومړی وزیر هم ولري.

د لومړي وزیرۍ لپاره احتمالي نوماندانو کې د مسکو ښاروال، سرګي سوبیانین، د اقتصاد وزیر، میکسم اورشکن او د انرژي وزیر، الیګزانډر نوواک شامل دي.

میدویدیف د استعفاء د اعلان پرمهال د پوتین تر څنګ ناست و او پوتین هغه خپل نېږې همکار وباله.

پوتین وویل چې میدویدیف به د روسیې د امنیت شورا د مرستیال په توګه نوې دنده په غاړه واخلي چې پوتین یې مشري کوي.

پوتین د نوي حکومت تر ټاکل کیدو پورې د بهرنی حکومت څخه وغوښتل ترڅو په دندو کې پاتې شي.

د روسیې لومړي وزیر، دیمتري مددوف چهارشنبې ویلي، حکومت یې ځکه استعفاء ورکړې، څو پوتین ته د بدلون فرصت ورکړي

شریک یي کړئ