د امریکا دفاع وزیر جیم مټیس وايي کهچېرې شمالي کوریا د امریکا او د هغه د متحدینو پر ضد کوم اقدام وکړي، دا کار به د دغه هېواد د رژیم د پای ته رسولو او د هغه د خلکو د تباهۍ لپاره به زمینه برابره کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم شمالي کوریا ته ګواښ کړی وه کهچېرې پیونګ یانګ خپل ګواښ ته دوام ورکړي، د امریکا له «غوسې او اور »سره به مخامخ شي.
ولسمشر ټرمپ وروسته له هغې دا څرګندونې وکړې چې شمالي کوریا امریکا یې په اټومي توغندويي برید وګواښله.
په همدې حال کې شمالي کوریا اعلان کړی چې په ارام اوقیانوس کې د «ګوام پر ټاپو» د توغندويي برید طرحه چې په هغه کې د امریکا یوه پوځي اډه موقعیت لري، تر راتلونکو شپږو ورځو به وروستۍ شي.
کهڅه هم د ارام په اقیانوس کې د ګوام ټاپو د امریکا په خاورې پورې اړه نهلري، خو امریکا هلته یوه ستره سټراتېژيکه پوځي اډه لري چې په هغې کې عصري جنګي الوتکې ځای پر ځای شوي دي.
د شمالي کوریا د حکومت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغه هېواد پوځ «د ګوام پر ټاپو د برید په اړه په دقت سره د لیرې واټن ویشتوونکي اټومي توغندي پر څېړنو بوخت دي.»
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه طرحه له بشپړې څېړنې وروسته د دغه هېواد د سر قومندان اعلی ته به وسپارل شي او د کیم جونګ اون په حکم سره به اجرا شي.
په همدې حال کې د شمالي کوریا د ملي پوځ د یوه ویاند په ځانګړې خبرپاڼه کې راغلي دي چې شمالي کوریا به د امریکا له خوا د هر ډول خوځښتي کړنې د لیدو په صورت کې به د بریدونو د مخنیوي لپاره به له وخت مخکې اقدام وکړي.