د عمان دولتي ټلوېزیون نن سهار (شنبې د مرغومې په ۲۱) اعلان وکړ چې د دغه هېواد پاچا سلطان قابوس بن سعید د ۷۹ کلنۍ په عمر ومړ.
هغه له ۱۹۷۰ز کال راهیسې د وینې له تویدو پرته کودتا کې خپل پلار له واکه لیرې او د عمان قدرت یې په واک کې و.
سلطان قابوس په عربي هېوادونو او معاصره دوره کې د پاچاهۍ تر ټولو اوږده دوره لرله.
ورته مهال، د سلطان قابوس د تره زوی هیثم بن طارق ال سعید د عمان شاهی کورنۍ له خوا د دغه هېواد د پاچا ځای ناستی اعلان شوی دی.
هیثم بن طارق، د عمان د کلتور وزیر دی او له دې مخکې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او همدارنګه د سلطان د ځانګړي استازي به توګه کار کړی دی.