د کاناډا فرهنګي کبک ښار د اسلامي مرکز جومات کې د ماسپیښین لمانځه پرمهال د ډزو له امله ۵ تنه وژل شوي دي او څو نور ټپیان دي.
د پېښې یو شاهد وايي چې دوه وسلهوال کسان پر کابو ۵۰ لمونځکوونکو برید وکړ.
په همدې حال کې، د کاناډا پولیس وايي چې د پېښې په تړاو یې دوه تنه نیولي دي او پلټنې ترې روانې دي.
د د برید لامل تر اوسه پورې نه دی څرګند او رسمي چارواکو هم د وژل شویو شمېر نه دی څرګند کړی.
د کاناډا لومړي وزیر، جاسټين ټروډو په خپله ټوېټر پاڼه کې دا برید غندلی دی.
نوموړي د قربانیانو له کورنیو سره د ډاډګیرنې څرګندولو سره ویلي:«نن شپه کاناډایان د کبک پر جومات د قربانیانو لپاره ویر کوي.»