امریکا متحده ایالاتونو کلفورنیا شمال په سن برونو ښار کې نن(چهارشنبې د وري۱۵مه) د یوټیوب دفتر کې یوې ښځې درې کسان په ډزو ټپیان کړل.
د کلفورنیا پولیس وايي چې د پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړې دي.
دی وايي چې دغې برید ګرې له ډزو وروسته خپل ځان وژلی دی. یو شمېر رشنیو بریدکوونکې ښځه نسم اقدام بللې او ویلي یې دي چې ۳۱ کاله عمر لري او ایرانيالاصله ده، خو یو شمېر ټولنیزو رسنیو کې هم راغلي دي چې نوموړې ایران کې زیږیدلې ده.
د سنبرونو د پولیسو مشر، اډ باربریني وویل:«د یوې ښځې مړی چې ښایې بریدکوونکې ووسي، په ودانۍ کې د ننه موندل شوی دی.»
د روغتون چارواکو په خبره د پېښې ټپيان یو۳۶ کلن سړی او دوې ۳۲ او ۲۷ ښځې دي.
ویل کېږي چې د سړي روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی، او دا کس د بریدکوونکي ښځې پخوانی میین وه.
کابو ۱۷۰۰ کسان سن برونو کې د یوټوب په دفتر کې کار کوي او دا شرکت پر ګوګل اړوند دی.
د یوټیوب شرکت یوه کارکوونکي، تاډ شرمن په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي دي چې ويريدونکي کسان له ودانۍ تښتېدلي دي.