Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سیسي د مصر په ټاکنو کې ۹۶.۲ سلنه رایې خپلې کړې: مصر

لکه څنګه چې انګیرنه کیدله، د مصر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السیسي په ستر توپیر سره خپل سیال ته ماتې ورکړې.

د مصر د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو سره دا څرګنده شوې چې عبدالفتاح السیسي، خپل یواځیني سیال، حمدین صباحي ته په لوی توپیر ماتې ورکړې او له ۹۰ سلنه نه زیاتې رایې یې خپلې کړې دي.

که څه هم د رایې ورکونې بهیر د یوې بلې ورځې لپاره هم وغځید، خو په ټاکنو کې د خلکو ګډون ۴۵ سلنه نه تخمین شوی دی.

دا ټاکنې د یکشنبې، دوشنبې، او سه شنبې په ورځ ترسره شوې.

په ټاکنو کې د خلکو کم رنګه شتون د اخوان المسلمین او نورو ډلو له لورې د ټاکنو سره پریکون ګڼل کیږي.

د یادونې وړ ده چې عبدالفتاح السیسي هغه کس دی چې څه کم یو کال مخکې یې د مصر ولسمشر، محمد مرسي د یوې نظامي کودتا په ترڅ کې ګوښه، او پرته له محکمې بند ته اچولی دی.

محمد مرسی د مصر لومړی ولسمشر ګڼل کیدل چې د ازادو او ډیموکراټه ټاکنو په ترڅ کې قدرت ته ورسید. خو د یو کال نه کمه موده کې پر هغه نیوکې زیاتې شوې.

د خپل واک په وخت کې جنرال السیسي د اخوان المسلمین ګوند، چې د محمد مرسي ملاتړی وو، په سخته توګه وځپل.

په دې ترڅ کې ۱۴۰۰ تنه مړه او ۱۶۰۰۰ نور بندیان شول.

له بلې خوا اخوان لمسلمین دا ټاکنې تحریم کړې، او د السیسي یواځینی رقیب حمدین صباحي وو.

همداراز د مصري کارپوهان په دې باور دي چې له همدې مهال نه او مخکې له دې چې السیسي د ولسمشرۍ په چوکې کښیني، په ټاکنو کې د خلکو کم ګډون د هغه مشروعیت او قدرت ته زیان رسولی دی.

لکه څنګه چې انګیرنه کیدله، د مصر د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د پوځ پخواني مشر عبدالفتاح السیسي په ستر تو

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه