د داعش ډلې د کورنیو غړي چې ښځې او ماشومان دي او افغانان هم په کې شامل دي د عراق حکومت تر ولکې لاندې په نامالوم برخلیک کې ژوند کوي.
کله چې داعش ډلې په دې هېواد کې ماته وخوړه اوس مهال یې د کورنیو غړي په دې هېواد کې د عراق دولت تر سیوري لاندې ژوند کوي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې اوسمهال دا ښځې او ماشومان د موصل ښار په څنډه کې په یوه پنډغالي کې اوسیږي.
که څه هم عراقي چارواکي وايي چې د داعش ډلې بهرني ښځې یې تر اوسه پر کوم جرم نه دي تورنې، خو د بشري حقونو دفاع بنسټونه د ښځو او ماشومانو د راتلونکې په اړه اندېښنه لري.
د داعش د کورنیو غړي تر ډېره د مرکزي آسیا، روسیې، ترکیې او عراق دي، خو د افغانستان، ایران او چین وګړي هم په کې شامل دي.
په پنډغالي کې د داعش د کورنۍ غړي د دې ډلې د وروستي سنګر، تلعفر ښار د نیول کېدو پرمهال چې د اګسټ میاشتې په وروستیو کې دعراقي ځواکونو لخوا ونیول شو، ځانونه عراقي ځواکونو ته سپارلي دي.