د لندن ښار په لویدیځ کې "ګرنفل" ۲۷ پوړیزه ودانۍ کې د تیرې اونۍ د اورلګیدنې له امله ۵۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سره له دې چې ټول مړي پيدا شوي نه دي، خو بریټانیایي چارواکي وایي چې ښایي لادرکه شوي کسان ژوندي نه وي.
د یادو چارواکو په وینا، د دې اورلګیدنې څیړنې به څو اوونۍ وخت ونیسي.
اوس ځیني کسان په داوطلبانه توګه غواړي چې له زیانمنو کسانو سره مرستې وکړي.
له دې سره، د بریټانیا لومړی وزیر مني چې د دې ودانۍ اوسیدونکو ته د مرسته کوونکو ادارو له خوا ډیر ژر په سمه توګه رسیدګي نه ده شوې.
شاهدانو د اولګېدنې پرمهال ویلي وه چې د ودانۍ له ننه یې د مرستې غوښتنې غږ اورېدلی او یو شمېر کسان یې د کړکیو مخې ته هم لیدلي وو.
د اورلګېدنې له امله پورته شوي لوګي د لندن په ډېرو برخو کې لیدل کېدل.