Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ممبیي ښار کې د یوې استوګنیزې ودانۍ په نړېدو کې دوه تنه وژل شوي

هندي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په ممبيي ښار کې د یوه استوګنیزې پنځه پوړیزې ودانۍ له نړېدو سره دوه تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور پټيان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس د هندي چارواکو پر احواله رپوټ ورکړی چې ۹۰ تنه نور تر نړېدلو دېوالو لاندې کیر پاتې وو چې له دې ډلې ۶۰ تنه یې ژغورل شوي دي.

ورته مهال دغې پېښې ته نږدې د پولیسو یو افسر وايي چې دغه له ۴۷ واحدونو جوړه شوې استوګنیزه ودانۍ د کارټ د دانو په توګه سقوط وکړ.

ځايي چارواکي وايي چې د دغه ودانۍ د څېښتن پر وړاندې قانوني څېړنې پیل شوې دي.

شبانه لورا یوه له هغو کسانو ده چې له خپلو درې لوڼو سره توانېدلې ده له دغې پېښې روغه رمټه راووځي، هغه د خپلو سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:«له ودانۍ څخه مې یوازې څو مټره لېرې تېښته کړې وه او وروسته یوه خطرناک غږ مې تر غوږو شو. له هغې وروسته ټول ځای لوخړو ونیو، ودانۍ د څو ثانیو په لړ کې ونړېده او موږ وتوانېدو بهر تېښته وکړو.»

د دغې پېښې ژغورل شوي کسان وايي چې لاهم ۱۸ تنه تر ویجاړو شویو دېوالونو لاندې ګیرپاتې دي.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې هغه د دغه ناورین له اورېدو ډېر خواشینی شوی دی.

که څه هم د دغې پېښې اصلي لامل تراوسه روښانه نه دی، خو په هند کې د ودانیو نړېدل معمول دي.

رسمي شمېرې ښيي چې په ۲۰۱۷زیږدیز کال کې په دغه هېواد کې د ۱۱۶۱ ودانیو د نړېدو له امله ۱۲۰۰ تنه وژل شوي دي. 

شریک یي کړئ