د نړۍ ډېر شمېر هېوادونو د ۲۰۲۰زیږدیز کال لومړۍ ورځ ولمانځله.
د زیږدیز کال لومړۍ ورځ چې نن د مرغومې له ۱۱مې سره برابره ده لومړۍ، د ارام اقیانوس لویدیځو هېوادونو ته پیل شو او وروسته له څو ساعتونو د اقیانوس ټولو هېوادونو دا کال ولمانځلو.
نوی زیږدیز کال په داسې حال کې پیلیږي چې تېر کال له تاوتریخوالیو ډک کال وو.
د امریکامتحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د نوي کال په مناسبت خپلې و ینا کې وویل چې له ایران سره د جګړې غوښتونکی نه دی.
همداراز د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ اون هم ویلي چې له امریکا سره یې ډپلوماتیکي هڅې روانې دي.
هغه له خپلو خلکو غوښتنه کړې چې د خپل هېواد د اقتصاد حالت ښه کېدو لپاره هڅه وکړي، ځکه د امریکا لخوا لګول شوي بندیزونه به ژر پورته نکړی شي.