د هند پارلمان لخوا د "تابعیت لایحې" تصویب په دې هېواد کې اعتراضونه راپارولي دي.
د هند آسام ایالت او یو شمېر نورو برخو اوسېدونکي چې له دې لایحې سره مخالف دي، غواړي چې دغه لایحه دې لغو شي.
د آسام شمال ختیځ کې د محصلینو بنسټ سلاکار، ساموجال باتچاریا وايي:«بهارتیا جنتا ګوند په غیرقانوني توګه د بنګله دیشیانو د راتګ مخنیوي لپاره دا لایحه تصویب کړې ده. دا لایحه د هند د اساسي قانون خلاف ده. دوی د اسام او سکولاریزم خلاف دي، او موږ به د خپل حق لپاره وجنګېږو.»
په همدې حال کې د هند حکومت وايي چې دغه لایحه یې د غیرمسلمانو مذهبي لږکیو ساتنې په موخه چې د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش دغه هېواد ته ورځي، تصویب کړې ده، خو مسلمانان او یو شمېر نور بیا دا د هند حکومت توپيرپاله پرېکړه بولي.
یو اعتراض کوونکی وايي چې حکومت دوی په اکثریت او اقلیت بدل کړي دي:«دا زموږ هېواد دی، دوی موږ په اکثریت او اقلیت بدل کړي یوو. اوس یوازې یو دېرش سلنه وګړي مو ټولنه کې پاتې دي. له همدې کبله موږ د دې لایحې خلاف یوو.»
د هند د کمونست ګوند مشر، بینوی ویسوام زیاتوي:«نه یوازې زموږ ګوند، بل ټول هېواد له دې لایحې سره مخالف دی، ځکه دا لایحه د اساسي قانون خلاف ده.»
د دغه لایحې له مخې هند غیرمسلمانو مذهبي لږکیو ته د تابعیت سند ورکوي، خو مسلمانان په دې پرېکړې کې نه دي شامل. د هند مسلمانان وايي د لومړي وزیر، نرندرا مودې دا پرېکړه د مسلمانانو او نورو ادیانو ترمنځ تفرقه رامنځته کوي.