د تېرو دوو ورځو راهیسې د هند سویل ختیځ کې بېساري بارونونه د سیلاوونو راوتو لامل شوي او زرګونه کسان له خپلو کورونو بېځایه کړي دي.
دې سیلاوونو تر اوسه د شپږو کسانو ژوند اخیستی دی.
د دې هېواد مانیپور ایالت مرکز ایمفال ښار شاوخوا سیمو کې سیلاوونو ډېر شمېر کورونه د بنسټيزو جوړښتونو په ګډون سرکونه هم وران کړي دي.
په دې ښار کې خلک د دولتي ادارو د مرستو له نرسېدو شکایت کوي.
د سیمې اوسېدونکې، تیوبا وايي:«موږ تر اوسه پورې د حکومت څخه کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې. ډېر سخت حالت لرو.»
د سیلاو له امله یو شمېر زیانمن کسان چې پوځ پنډغالو ته لېږدولي دي، څه ناڅه مرستې ترلاسه کړې دي.
ویل کېږي چې د زیان کچه زیاته وه او سیمهييز حکومت ځکه د پوځ څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د بېړنیو حالاتو ادارې مسوؤل، رنجیت کمار سنګ څرګندوي:«موږ په جمو او کشمیر سیمو کې چې پوځ په کې شته د لټون عملیات پیل کړي دي. د څو ایالاتونو ځواکونو ونډه درلوده.»
هر کال په هند کې موسومي بارانونه د ډېر شمېر ورانیو لامل کېږي.