د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونلډ ټرمپ تېره ورځ(دوشنبې د وري۲۰مه) وویل چې د سوریې پر وړانډې به سخت ګام پورته کړي.
ده څرګنده کړې چې پوځي غوراوی یې هم پر مېز دی.
ټرمپ دوشنبې پر ورځ خبريالانو ته وویل:«موږ پر میز ډېر پوځي غوراوي لرو، چې دا ځل به ژر پرېکړه وشي.»
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د امریکا او روسیې استازو ترمنځ لفظي شخړه وشوه.
روسیې په سوریه کې د کیمیاوي برید په تړاو د لویدیځو هېوادونو څېړنې په اړه د امریکا وړاندیز رد کړ.
د روسیې استازي، واسیلي نبییزیا څرګنده کړه:«د دوما پېښه ننداریزه ده او پر وړاندې یې د امریکا پوځي ګام به بدې پایلې ولري.»
د امریکا استازې، نیکي هیلي وویل:«د روسیې لاس د سوري ماشومانو پر وینو سور دی»
ده د سوریې مشر، بشار اسد دیو وباله او زیاته یې کړه چې که د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقدام وکړي او که نه، خو «امریکا به دې پېښې ته غبرګون وښیې.»
دې زیاته کړه:«اوس مهال چې موږ خبرې کوو، لیدنې دوام لري او مهمه پرېکړه به وشي.»
په همدې حال کې د روسیې استازی په سوریه کې برید د امریکا تر څار لاندې بولي او زیاتوي، غواړي سوریه کې د روسیې شتون ته زیان ورسوي.
ده همداراز زیاته کړه چې د روسیې پر وړاندې خبرې دومره تېزې شوې دي چې د سړې جګړې پر مهال هم د منلو وړ نه وې.