Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ پر ایران د بریدونو ګواښ وکړ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د فرهنګي سیمو په ګډون د ایران پر ۵۲ سیمو د بریدونو ګواښ وکړ.

د امریکا ولسمشر ګواښ کړی چې که ایران پر امریکايي وګړو او شتمنیو برید وکړي، واشنګټن ۵۲ سیمې په پام کې لري چې پرې برید وکړي.

هغه ویلي چې په نښه شویو سیمو کې یو شمېر فرهنګي سیمې چې ایران ته مهم دي، هم شاملې دي‎.

مخکې له دې ایران ګواښ کړی چې د سپاه پاسداران د قدس څانګې قومندان، قاسم سلیماني غچ به اخلي او امریکا ته به پوځي ځواب ورکوي.

قاسم سلیماني دوې ورځې مخکې په بغداد کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو.

تهران وايي چې په سیمه کې د امریکا اډې د ایراني  ځواکونو د نښې لاندې دي.

په همدې حال کې ټرمپ د ایران فرهنګي مرکزونو د ګواښ له کبله غبرګونونو سره هم مخامخ شوی دی.

د اسیا سویل کې د نړیوالې بخښنې دفتر مرستیال، اومر وارایچ وايي چې پر فرهنګي مرکزونو برید د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جنایت دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا  ۲۳۴۷ پریکړه لیک هم پر فرهنګي، هنري، مذهبي او تاریخي سیمو برید جنګي جنایت بولي.

شریک یي کړئ