د چین او پاکستان هوايي ځواکونو د چین په سنګیانګ سیمه کې ګډ پوځي عملیات ترسره کړي.
په دغو تمریناتو کې له ج ۱۱ بي۱۷ او ج ۲۰۰ ډوله جنګي الوتکو کاراخیستل کېږي.
یوه چیني پیلوټ په دې اړه وویل:«موږ په دې تمریناتو کې د پوځيانو مخامخ کړنې وارزولې یرغلي او دفاعي بریدونه زموږ د تمریناتو یوه برخه وه.»
د پاکستان د پوځ یو افسر د چین له پوځيانو سره د همکارۍ پراختیا د دواړو هېوادو اړیکو له پاره ګټوره بولي او د چین له پوځ ستاینه کوي.
هغه زیاته کړه:«د چین پوځ ډير پياوړی دی د دوی د پیلوټانو معیارونه لوړ دي او زه ډاډمن یم چې په اوسني بحران کې به برلاسي وي.»
د پاکستان او چین نېږدیوالی په داسې حال کې دی چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر په هند نیوکه وکړه.
د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي څرګنده کړه:«پاکستان د نړیوالو څخه د هند په کشمیر کې د جنایتونو د څېړنو غوښتنه کوي، موږ د ملګرو ملتونو اوبشري حقونو لویې کمېشنرۍ غواړو چې یو کمېسیون کشمیر ته واستوي تر څو د هند له خوا د بشري سرغړونو څرنګوالي په اړه څېړنه وکړي.»
هند او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د کشمیر په مسله سره په ټکر کې دي.
له دې ټولو سره سره چین د دغو اختلافاتو په هواري ټینګار کړی دی.