د پاکستان پوځي مشران وایي، په نېږدې راتلونکي کې به د حقانې شبکې په وړاندې عملي اقدامات وکړي.
د پاکستان د پوځ ویاند وایي، د حقانې شبکې په وړاندې به د پاکستان د عملي اقداماتو اثر ډېر ژر روښانه شي.
نوموړی خبرداری ورکوي چې د اسلام اباد او واشنګتن ترمنځ ناسم پوهاوی به د سیمې او په ځانګړي توګه د افغانستان پر حالاتو اغېزه ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په خپل لومړي ټیوټ کې، پاکستان ته له ترهګرۍ سره د سمې مبارزې د نه کړلو له امله ګواښ وکړ او وې ویل چې پر دغه هېواد به د امریکې ټولې مرستې بندې کړي.
په همدې حال کې په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر په خپله نوې مقاله کې لیکي چې پاکستان په تېرو اولس کلونو کې دوه ګونې لوبه کړې خو اوس د واشنګتن لپاره د دې وخت رارسیدلی چې د اسلام اباد دوه مخي پای ته ورسوي. د اسلام اباد په وړاندې د واشنګټن د نویو اقداماتو د روښانه کیدو وخت رانږدې شوی دی.
ښايي په دغو اقداماتو کې پر پاکستان لازیات فشارونه هم شامل وي.
د دغو فشارونو یوه برخه به د واشنګټن له ناټو پرته متحدینو په نوملړ کې د پاکستان شاملېدل او له ترهګرو ډلو سره د اړیکو له امله پر پاکستاني جنرالانو د بندیزونو لګول وي.
په کابل کې د امریکا پخوانی سفیر زلمي خلیلزاد په خپله نوې مقاله کې د پاکستان دوه ګونی سیاست د افغانستان په جګړه کې د امریکا د نه بریالي کېدو مهم عامل ګڼي.
ښاغلی خلیلزاد د پاکستان د دوه ګونو سیاستونو د پای ته رسولو لپاره شپږ وړاندیزونه لري:
- د ای اېس ای پرغړو د بندیزونو لګول او د هغوی د شتمنیو ضبط
- د پاکستان په خاوره کې په یو اړخیزه توګه هوایي بریدونه
- له ترهګرۍ د ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې د پاکستان د نوم شاملول
- پاکستان ته د امریکا د مالي مرستو ځنډول
- د نړیوالو سازمانونو په وړاندې د پاکستان حساب ورکول
- د پاکستان له خلکو سره نېږدېوالی او له ترهګرۍ سره د پاکستاني پوځیانو د ملاتړ مستندول
له دې سره په ورته وخت کې د پاکستان پوځ د حقاني ډلې پرخلاف د عملي ګامونو د پورته کولو ډاډ ورکوي او وايي چې دا اقدامات به په نېږدې راتلونکي کې روښانه شي.
له بلخوا د پاکستان پخوانی لومړی وزیر محمدنوازشریف که څه هم د دغه هېواد د پوځ له مشرتابه غواړي ځان غولول پای ته ورسوي، خو د پاکستان په وړاندې د ټویټر له لارې د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د ډیپلوماټیکو معیارونو پرخلاف ګڼي.
شریف زیاته کړه:« باید د مرستې لپاره موږ ته پېغور رانهکړل شي، د امریکا له ایتلافه د ملاتړ پيسې باید موږ ته د مرستې په نوم رانهکړل شي، امریکا موږ ته له پېغور راکولو وروسته له ترهګرۍ سره په جګړه کې زموږ ملاتړ نهشي لرلی.»
خو د پاکستان دفاعي شنوونکي په دې اند دي چې امریکا د نوموړي هېواد له همکارۍ پرته له ترهګرۍ سره په جګړه کې نهشي بریالۍ کېدای.
د پاکستان د دفاعي چارو شنوونکی طلعت مسعود څرګنده کړه:«امریکا پاکستان ته اړتیا لري، د پاکستان له مرستې پرته به هېڅکله په سیمه کې ثبات رامنځته نهشي، تاسو پوهېږئ په هغه بڼه چې امریکا له هند سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې مرسته کوي او له نوموړي هېواده د پاکستان او چین پرضد کار اخلي دا چاره به په سیمه کې د ثبات لامل نهشي.»
له دې سره سره ښاغلي خلیلزاد په خپله مقاله کې لیکلي پاکستان له یوې خوا له ترهګرۍ سره په جګړه کې د مرستې خبره کوي خو له دې سره جوخت د طالبانو او حقاني په شان افراطي ډلې چې په زرګونه امریکايي او افغان پوځیان او ان بېګناه ملکي افغانان یې وژلي روزي، پناه ورکوي او له دغو ډلو سره مرسته کوي.