Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په لېبیا کې د موتر بم چاودنې په ترڅ کې ۳۳ تنه وژل شوي

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د لېبیا په بنغازي ښار کې د دو موټربمونو په چاودنه کې لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان شوي دي.

د لېبیا د چارواکو په وینا، لومړی موټربم د السلماني په سیمه کې هغه مهال د یوه جومات مخې ته وشوه چې لمونځ کوونکي د ماسختن د مانځه له ادا کولو وروسته د وتلو په حال کې وو.

هغه زیاتوي چې دویمه چاودنه، د ۱۰ تر ۱۵ دقیقو وروسته، هغه مهال وشوه چې امنیتي او روغتیايي چارواکي د پېښې سیمې ته را ورسېدل.

چارواکو ویلي دي چې د وژل شویو په منځ کې د لېبیا په ختیځ کې د ټولو ځواکونو د قومندانۍ د څېړنې واحد احمد فیتوري هم لیدل شوی دی او همدارنګه د اطلاعاتو د سازمان لوړپوړی مسوول مهدي فلاح هم د ټپيانو په منځ کې لیدل شوی دی.

د لېبیا د روغتونو د چارواکو په وینا، د مرګ ژوبلې شمېر مخ په زیاتېدو دی، ځکه چې د ځينو ټپيانو وضعیت نازکه بلل شوی دی.

تراوسه هېڅ ډلې د دغې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

ملګرو ملتونو هم دا برید غندلی دی.

شریک یي کړئ