د ماشومانو د ژغورنې بنسټ ګواښ کوي چې نایجیریا د خوراک له بې مخینې ناورین سره مخامخ دی.
د ماشومانو د ژغورنې سازمان وايي چې کابو ۷۵ زهر تنه دغه ماشومانو د مرګ له خطر سره مخامخ دي او ۴۰۰ زره تنه نور یې د خوار ځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د رسنیو مسؤول ډان اسټیوارټ وویل:«د نایجریا په شمال ختیځ کې،څو کاله کېږي چې په جګړو کې ماشومان ستره بیه ورکوي؛په ځانګړې توګه په وروستیو میاشتو کې.کابو یو مېلیون ماشومان اړ شوي ترڅو خپل کورونه پرېږدي.»
د ماشومانو د ژغورنې بنسټ وايي په هغه صورت کې چې په بیړه مرستې ونه رسېږي په زرګونه ماشومان به د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.
هغه زیاته کړه:«ملګري ملتونه اټکل کوي کهچېرې دغې ستونزې ته ژر تر ژره رسېدنه ونه شي،په راتلونکې کال کې به ۷۵ زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي. فرصت کم دی باید ژر تر ژره دغو ماشومانو ته مرسته ورسېږي او د زره ګونه تنو له مرګ څخه مخنیوی وکړو.»
د نایجریايي ځواکونو سره د بوکو حرام ډلې په اوه کلنې جګړه کې څه باندې ۲۰ زره تنه وژل شوي دي او ۲ مېلیونه او ۶۰۰ زره تنه نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ۱۴ مېلیونه تنه بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.