چیني پوهان وايي چې پر بیزوګانو د کورونا د یو ډول واکسین ازموینې د منلو وړ پایله لرلې ده.
ځينې دغه پوهان همدارنګه وایي چې دغه واکسین ولای شي چې د کورونا ویروس درملنه هم وکړي.
بلخوا د چین د روغتیا کمېسیون وايي چې په ووهان ښار کې د کورونا ویروس د هغو ناروغانو شمېر چې وضعیت یې خراب بلل شوی وی مخ په صفر کېدوی دی.
د چین د روغتیا کمېسیون مشر ما شیاويي په دې اړه وویل:«بالاخره ځينې هغه ناروغان چې په خراب وضعیت کې وو، په ووهان ښار کې صفر ته رسېدلي دي او دا د کورونا ویروس په وړاندې یو ډل بریا ده.»
چین له هغو هېوادونو څخه دی چې د نورو هېوادونو په پرتله، چې د کورونا په وړاندې د مبارزې ډېرې منډې ترړې کړې دي. له همدې کبله د روغتیا نړیوال سازمان، له کورونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د چین هڅې بې مخینې ګڼي.
خو په امریکا کې د پوهنتون و استاد وايي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د چین یو همه کار په دغه هېواد کې له پوسټکالي او ټکنالوژۍ کار اخیستل دي.
د امریکا په ماساجوسټ کې د پوهنتون استاد هوانګ یاسنګ څرګنده کړه:«دا د کووېډ نولس ناورغۍ په وړاندې د ځواب ویلو لپاره یوه ګټور اوزار دی. ترتولو ستر توپیر دا دی چې دا اوزار په امریکا کې محدود دی.»
کورونا ویروس د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې، کابو پنځه میاشتې مخکې پیدا شو. له هغې مودې تراوسه څه باندې ۸۲زره تنه په دغه هېواد کې پر کووېډ نولس ناورغۍ اخته شول او څه باندط ۴ زره تنه یې د دغې ناروغۍ له امله ومړل.
په همدې ترتیب سره په چین کې تراوسه څه باندط ۷۷ زره تنه له دغې ناروغۍ بېرته جوړشوي دي چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د روغو شویو تر ټولو لوړ شمېر دی.