Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

بلوچستان کې د سمندري ځواکونو پر هوایي ډګر وسله‌وال برید

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد بلوچستان ایالت په تربت ښار کې تېره شپه (دوشنبه، وري شپږمه) د پاکستان سمندري ځواکونو پر هوایي ډګر وسله‌وال برید شوی چې له برید وروسته پکې چاودنې هم رامنځته شوي دي.

ټولنیزو رسنیو کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته منسوبې یوې اعلامیې کې راغلي چې برید د دوی «مجید ډلګۍ» کړی دی.

د پاکستان پوځ که څه تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو بلوچستان کې ځایي امنیتي مسوولینو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي چې برید یې شنډ کړی دی.

دغو مسوولینو همداراز ویلي، پېښه کې شپږ بریدګر وژل شوي خو پاکستاني پوځیانو ته یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه هېڅ نه دي ویلي.

دا په تېرو شپږ ورځو کې دویم برید دی چې په بلوچستان ایالت کې پر پاکستاني تاسیساتو ترسره کیږي.

له دې مخکې، د مارچ په شلمه د بلوڅ بېلتون غوښتونکو مجید ډلګۍ د بلوچستان په ګوادر بندر برید کړی و چې پاکستاني ځواکونو شنډ کړی بللی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه