Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نبوي جومات ملا امام د اسلام علماو له دریځه ملاتړ وکړ

په سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماوو له غونډې دوه ورځې وروسته چې په هغې کې د افغانستان جګړه حرامه وبلل شوه، اوس د نبوي جومات ملا امام د اسلامي نړۍ د عالمانو له دغه دریځه ملاتړ کوي.

د نبوي جومات ملا امام شیخ عبدالباري الثبیتي د جمعې لمانځه په خطبه کې وویل چې هغه غواړي په افغانستان کې جګړه او د وینې تویول پای ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه:« ټول اسلامي امت په ځانګړي ډول افغانان د سولې د هغې ناستې هرکلی کوي چې د حرمینو شریفین د خادم لخوا د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په مرسته مکه مکرمه کې جوړ شوی وه. د دې ناستې پیغام د خلکو یووالی او د جګړې پای دی.»

نبوي جومات، د مسلمانانو یو له درې مهمو جوماتونو څخه شمېرل کېږي چې په هغه کې د اسلام د ستر پیغمبر زیات واقع شوی دی.

د ۵۷ اسلامي هېوادونو څخه څه باندې ۲۰۰ استازو او د دین عالمانو، د همدغې اوونۍ د سې‎ او چهار شنبې په ورځو سعودي عربستان کې سره غونډ او د افغانستان جګړه یې ناروا اعلان کړه.

هغوی د مکه مکرمې په ښار کې د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې، یوه اعلامیه صادر کړه او په هغه کې یې له افغان دولت او طالبانو څخه وغوښتل ترڅو د سولې د خبرو اترو بهیر پیل کړي او په هېواد کې اوسني کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

بلخوا ولسمشر غني وايي، چې ناټو طالبانو ته د سولې خبرو اترو لپاره له کړو وړاندیزونو څخه یې ملاتړ کوي.

ولسمشر له ناټو سرمشریزې وروسته یوه مناظره کې ویلي، ځانمرګي بریدونه او چاودنې د خپلې راتلونکې جوړولو لپاره د افغان ملت اراده نه شي ماتولی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل:«چاودنې یو ملت نه شي ماتولی، هغوی موږ وژني خو زموږ طلسم نه شي ماتولی. یو وخت زه د میز تر شا ناست وم، چاودنې شیشې او پنجرې ټولې ماتې کړې او هر سړی وتښتېد، خو نیم ساعت وروسته مې په هماغه ځای کې له یو بهرني مېلمه سره ملاقات وکړ.»

ولسمشر دغه راز ډاډ ورکړی چې له افغانستانه د ناټو د ملاتړ له تازه ژمنې وروسته به افغان حکومت کې د اصلاحاتو لړۍ دوام وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:« امنیتي سکټور اصلاح شوی دی، همدا سږ کال مو ۵۳۵ پوځي جنرالان په کور کېنول. درې کاله وړاندې دې کار امکان نه درلود، د بدلون یو نسل په راڅرګندېدو دی. دا کارونه واقعاً بدلون رامنځته کوونکي دي او پایلې به یې دوه یا شل کاله وروسته ولیدل شي.»

د ناټو د تېرې ورځې سرمشریزه کې دغه سازمان ژمنه وکړه چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته اوږه ورکوي.

د افغانستان د جګړې له حرام بللو سره سعودي عربستان کې د اسلامي نړۍ د علماو له غونډې وروسته، د نبوي جومات امام هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ