تودی خبری
نوشته شده توسط طلوعنیوز - ایجاد شد – ویرایش شد: بهروز رسانی
تودی خبری: کابل کې د چین او پاکستان وزیرانو ګډه احتمالي ناسته
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به د پاکستان، چین او افغانستان د خارجه وزیرانو درې اړخیزه غونډه په کابل کې جوړه شي.
پاکستاني رسنیو د چارواکو له خولې د دې غونډې دقیقه نېټه د ډسمبر پنځلسمه ښودلې او هدف یې هم د افغان سولې په تړاو بحث یاد شوی.
که څه هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو له دې پخوا هم د پاکستان، چین او کابل درې اړخیزې غونډې شوې دي چې تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.
در این برنامه، گرداننده نور ولی سعید شینواری این موضوع را با این مهمانان بحث کرده است.
د ولسي جرګې غړی، خالد پښتون
د اجرائیه ریاست سلاکار حکمت ساپی
د سیمه ییزو چارو شنونکی اشنا ګل بانډه وال
او د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشره عادله بهرام