تودې خبرې: په دشت ارچي کې د هوايي برید څېړنه
د کندوز دشت ارچي کې د هوایي برید په اړه بېلابېل غبرګونونه دي. د هیواد په شمال ختیځ کې د ملي اردو قومانداني وايي دا برید د استخباراتي مالوماتو له مخې ترسره شوی او په هغې کې د ملي اردو چورلکو د دفتاڼیو په کلي کې د طالبانو پر یوه مرکز برید کړی دی. د شلمې پامیر فرقې ویاند وايي په دغه برید کې د کوټې شورا د څو غړو په ګډون د دولت شپيته مخالف وسله وال مړه او ټپيان شوي دي. د سیمې اوسېدونکي وایي د پوځ الوتکو د یوې مدرسې د دستار بندرۍ پر مراسمو باندې برید کړی او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتي. سیمه ییز چارواکی هم په دې پېښه کې ولسي وګړو ته د مرګ ژوبلې اوښتل تاییدوي. د طالبانو ویاند، د دفاع وزارت خبرې رد کړې او وایي چې هغه غونډه باندې چې برید شوی د طالبانو چارواکي پکې نه وو. د طالبانو ویاند وايي ټول تلفات ولسي وګړو ته اوښتي. دې پېښه کې لږ ترلږه ۵۰ تنه چې زیات یې ماشومان دي، ټپیان شوي او د کندز ښار روغتون ته لېدول شوي دي.
په ورته وخت کې د حکومت اجراییه رییس وایي دې برید کې طالبان په نښه شوي دي خو کابل کې د یوناما دفتر بیا وایي دې پېښه کې د ولسي وګړو تلفاتو په اړه پلټنه کوي.
کوربه : ذبیح سادات
میلمانه :
د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل
د کندز قومي مشر، عارف الله الکوزی
د دشت ارچي ولسوالی اوسیدونکی، فرید احمد کاکړ
د پوځي چارو شنونکی، طاهر یرغل