د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په هرات ولایت کې ۱۲۰ تنو بېځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو ښځو ته د حرفوي زدهکړې زمینه برابره کړې ده.
دغه ښځې او نجونې چې د افغانستان جوړولو پروژه کې شاملې شوي، وایي، اوس د لاسي صنایعو د پلور له لارې عایدات تر لاسه کوي.
د افغانستان جوړولو پروژې مسوول حسن خان احمدزی وايي: «پهدې پروژه کې موږ هنرمندانو ته دا زمینه برابرو چې بازار ته لاسرسی پیدا کړي او له بازار سره و نښلول شي. همداراز د بازار له غوښتنې سره سم ورته ښوونه ورکوو چې دوی وتوانېږي د بازار له غوښتنې سره سم توکي تولید کړي.»
د افغانستان جوړولو پروژه له دغو ښځو او نجونو سره د لاسي صنایعو د پلور او صادراتو په برخه کې مرسته کوي.
دغه ښځې وايي، د کور یوازېنې ګټیالۍ دي.
د کار زدهکوونکې مرضیه حیدري وايي: «دغه کار زموږ لپاره ګټور دی، موږ کولای شو چې له کورنیو سره مرسته وکړو، خپله پر پښو ودرېږو، یوه مالي مرسته ده.»
هوا حسیني د کار زدهکوونکې وايي: «موږ اووه کسان یوو، د کورنۍ سرپرستانې هم په خپله یوو، دغه موسسه ښه ده، ځکه له موږ سره یو دول مرسته کېږي.»
په ځینو کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار د بندیز لګېدو وروسته، دغه ښځې او نجونې له خپلو کورونو کار کوي.
دوی له حکومته غواړي چې له کوره بهر ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
کار زدهکوونکې سکینه میرزايي وايي: «له حکومته مو غوښتنه ده چې د ښځو پر وړاندې د کار مخه ډب نهکړي؛ بلکې خلاصه یې کړي. ښځې په ښه ډول وکولای شي خپل کار ته لاړې شي او پر مخ یې یوسي.»
کار زدهکوونکې لطیفه عليزاده زیاتوي: «د غالۍ اوبدلو په برخه کې کار کوم، له دې ځایه چې معاش اخلم، د کورنۍ لپاره مې ښه ده او له مور او پلار سره مې مرسته کولای شم.»
دغو ښځو او نجونو د غالۍ اوبدلو، خاک دوزۍ، انځورګرۍ، مینیاتورۍ او د دستکولونو د جوړولو په برخه کې زدهکړې کړې دي.
په دې اړه مو اندونه