Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې ښځو ته یو ځانګړی بازار جوړ کړل شو

په کابل کې د یوه خصوصي شرکت له لوري ښځو ته یو ځانګړی بازار سوداګرو ښځو ته د لا اسانتیاو په موخه جوړ شوی دی.

د دغه بازار مسوولانې وایي، چې د دغه بازار د جوړېدو موخه، د هغو ښځو لپاره د کار د زمینې او نورو اسانتیاوو برابرېدل دي، چې په وروستیو دوو کلونو کې وزګارې شوې دي.

د دغه بازار مسوولانې دغه راز زیاتوي، چې تر ۱۰۰ د زیاتو سوداګرو ښځو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده.
 
د بازار مسووله رجمانه خالقي وايي:«د دغه بازار له جوړېدو اصلي موخه ټولو هغو ښځو او مېرمنو ته د اسانتیاوو رامنځته کول دي چې دننه په افغانستان کې په اوسنیو شرایطو کې ژوند کوي، ترڅو موږ یو ډېر امن ځای له ټولو اسانتیاوو سره چې دي ورته رامنځته کړو.»

په دغه بازار کې د اولیا احمدیار په نوم یوه ښځه پر دکاندارۍ بوخته ده وايي له څه باندې اتلسو کلونو راهیسې مې سوداګرۍ ته مخه کړې او په دغه بازار کې په ډاډه زړه خپل محصولات پلورلای شي.

اولیا د طلوع‌نیوز خبریالې ته وايي:«د دغه بازار لپاره خوشحاله یم چې دلته جوړ شوی. مخکې ځای نه‌وو چې خپل تولیدات په کې وپلورم. پلور هم لرو او فرمایشونه هم اخلو.»

بل خوا، یو شمېر ښځې چې په دغه بازار کې پر سوداګرۍ بوخې دي، د ښځو لپاره  د دغه ځای پر جوړېدو خوښي څرګندوي او له اسلامي امارته غواړي چې د سوداګرو ښځو ملاتړ وکړي.
                                       
سوداګره شکریه احمدیار وايي:«ډېر ښه دی په ځانګړې توګه د ښځو لپاره؛ ځکه دلته چې څوک عرضه کوي او هغوی چې پېر کوي ټولې مېرمنې دي. یعنې مېرمنې د مېرمنو لپاره خدمت کوي.»
                                                  
سوداګره فیروزه هم څرګندوي:«له اسلامي امارته زما غوښتنه دا ده چې د تولیداتو د پلور په برخه کې زموږ ملاتړ وکړي.»

بل پلو، یو شمېر ښځې چې د توکو د پېرلو لپاره دغه بازار ته راغلي دي، له اسلامي امارته غواړي چې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
                                                       
د یوه رسټورانټ مسووله مینه وايي:«له اسلامي امارته دا غواړم موږ ته اجازه راکړي چې په خپلو پښو ودرېږو. داسې کورنۍ دي چې اوس سړی نه‌لري چې کار وکړي، اړې دي چې کار وکړي.» 

د مسوولانو په وینا، په دغه بازار کې د ځينو نورو اسانتیاوو ترڅنګ رسټورانټ او دېرش هټۍ فعالې دي، چې د ښځو له لوري اداره کېږي او ښځې هره ورځ له دغه بازاره توکي پېري.
 
دغه بازار په شاوخوا ۲۰ جریبه ځمکه د ۵۰ مېلیون افغانيو په شخصي لګښت جوړ شوی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه