Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ابراهیم رییسي: ایران د هلمند سیند معاهدې ته ژمن دی

د هلمند سیند د اوبو پرسر د کابل او تهران ترمنځ د ناندریو په لړ کې، دا ځل د ایران ولسمشر وایي، چې د سیستان و بلوچستان په ځينو سیمو کې د ایراني متخصصانو څېړنې روانې دي.

ابراهیم رییسي زیاتوي، چې هېواد یې له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړېکې لري او د هلمند سیند تړون ته ژمن دی.

ابراهیم رییسي په دې هکله وویل:«دغه مذاکرات د دې لامل شول چې زموږ د کارپوهانو ډله افغانستان ته ولاړه شي او هغوی هم ومنله چې د کارپوهانو ډله څېړنه کړي، وویني چې اوبه په هغې کچه دي چې موږ د سیستان او بلوچستان د اوبو اړتیا پوره کړو چې دا کار تر څار او څېړنې لاندې دی.

بل خوا، په یوې بلې غونډه کې د ایران د چاپېریال ساتنې سازمان رییس وایي، چې اسلامي امارت د حقابې د ورکړې په تړاو ایران ته شین څراغ ښودلی دی.

بل پلو، اسلامي امارت وایي، چې اقلیمي بدلون او وچکالي په هېواد کې د اوبو د کموالي لامل شوې ده، خو  اسلامي امارت د ۱۳۵۱ کال تړون ته ژمن دی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګندوي:«اقلیمي بدلونونه او پرله‌پسې وچکالۍ چې رامنځته شوي، د اوبو د کموالي ستونزه یې رامنځته کړې ده. نو اسلامي مارت د ۱۳۵۱ کال معاهدې مطابق د حق‌ابې مسایل تامین وي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي هم وايي:«په هغه صورت کې چې ایران تل افغانستان ګرم وګڼي، زه فکر کوم په دې برخه کې افغانستان ډېر ګرم او ملامت کېدای نه‌شي؛ ځکه تر هغې چې په اوبو خپلې ټولې ستونزې حل نه‌شي کړای په هېڅ صورت اړینه نه‌ګڼو چې بل هېواد ته پرېمانه اوبه واستوو.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ایراني متخصصانو یوه پلاوي هېواد ته سفر وکړ او د دهراوود د اوبو د اندازه کولو له دستګاه یې لیدنه وکړه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه