Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ستانکزی: ا.ا د ایران د حق‌ابې ورکړې ته ژمن دی

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي یوځل بیا ټینګار کړی چې اسلامي امارت د ۱۳۵۱ کال معاهدې پر بنسټ د ایران د حق‌ابې ورکړې ته ژمن دی.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې اوس‌مهال اوبه د هېوادوالو د اړتیا د پوره کولو تر کچې دي او دومره نه‌دي چې د ایران پر لور ورخوشې کړای شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي:«تاسو ته ښه معلومه ده چې د وچکالۍ له امله، ډېری وختونه د واورې او باران اورښت نه‌وي، که‌چېرې اوبه هم وي تر هغې کچې نه‌دي چې موږ یې ایران ته خوشې کړو، د دې لپاره چې زموږ خپله کورنۍ ستونزې نه حل کوي.»

شېرمحمد عباس ستانکزی ټینګار کوي چې د هلمند سیند د اوبو د زیاتېدو او په دې برخه کې د هېوادوالو د ستونزو د حل په صورت کې به د ایران حق‌ابه ورکړل شي. نوموړی دغه راز د حق‌ابې د ورکړې په تړاو د ځينو ایراني چارواکو د نیوکو په غبرګون کې وایي چې سرپرست حکومت هېڅکله نه‌غواړي چې د اوبو له امله له ایران سره خپلې ښې اړیکې خرابې کړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:«هغوی ځينې وختونه توندې څرګندونې لري، موږ د دغو توندو خبرو په غبرګون کې څه نه‌وایو، یوازې وایو کله چې اوبه له موږ څخه اضافه شي خپلو ایراني وروڼو ته حق‌ابه ورکوو.»

د ایران او افغانسان ترمنځ له یوې لسیزې راهیسې د حق‌ابې د مسئلې پر سر لانجه ګرمه ده او دغه ترینګلتیا د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته زیاته شوې ده، چې کورني او بهرني غبرګونونه یې هم راپارولې دي.

خو د ایران د حق‌لبې د ورکولو لپاره حل لار څه ده؟

د نړۍوالو چارو شنونکی سید مقدم امین په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«دا په دې پوره اړه لري چې له دواړو لورو څېړنه شي، باید د نړۍوالو قوانیونو پر بنسټ، یوه سوله‌ییزه فضاد دواړو لورو ځای‌ ځایګی مشخص کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی شاکر یعقوبي هم څرګندوي:«هڅه دې وشي چې دواړه لوري دې له تخنیکي لارو چارو او خبرو اترو له لارې دغه موضوع نسبتاً حل کړي او د حق‌ابې موضوع دې پر یوې شخړه‌ییزې موضوع‌ نه بدلوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د اوبو د کمېسیون په ۲۷ مه غونډه کې د ایران استازي د اسلامي امارت له لوري د هلمند له سینده د ایران د حق ابې د ورکړې غوښتنه کړې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه