Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د ۱۴۰۲ کال د غوره رسنیزو جایزو فېسټیوال

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې نن (دوشنبې، د کب په ۷مه) د ۱۴۰۲ کال د غوره رسنیزو جایزې فېسټیوال ترسره کړ.                                         

د دغې ټولنې رییس حجت‌الله مجددي په دغو مراسمو کې وایي چې په هېواد کې تل د رسنیو په تړاو یو منتقدانه لیدلوري شتون لرلی؛ خو اوس په افغانستان کې رسنۍ د مسلکي کېدو په لور په حرکت کې دي.

د هغه په وینا، دغه جایزې د خبریالۍ د مسلکي معیارونو پر بنسټ په پام کې نیول شوې دي.

حجت‌الله مجددي وویل:«د خبریالانو او رسنیزې ټولنې پر وړانډې تل د نظامونو له لوري یوه لیدلوري شتون درلود، کله رسنیزې ټولنې ته په منتقدانه توګه کتل کېږي.»

د خبریالانو د مصوونیت کمېټې رییس عبدالقیوم ویاړ هم څرګندوي:«په ډېریو موردونو کې خبریالان له کوم دلیل پرته نیول شوي دي، که‌چېرې دلیل یې هم معلوم دی، هغه ډول لازمه نه‌ده چې خبریال ونیول شي، باید له کمېسیون او وزارت سره همغږي وشي.»

د رسنیو ځینې مسوولان او خبریالان بیا وايي، د اسلامي امارت د واکمنۍ د تېرو دوو کلونو په تېرېدو تر اوسه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه‌دی توشیح شوی چې د رسنیو کار یې له ځنډ سره مخ کړی دی.

دوی هم د خبریالانو له لوري د سرغړونو د ترسره کېدو پر مهال د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون له لوري، موضوع ته د رسېدو غوښتنه کوي.

د طلوع نیوز مسوول ذبیح الله سادات وايي:«په کورنیو رسنیو فشار راوړل، د مغرضو رسنیو راپورته کول او د هغوی تقویه کول دي، راځي داسې نه چې خدای مه‌کړه په غیر اګاهانه ډول موږ هغو رسنیو ته چې همدا اوس دوی په بهر کې د افغانستان په اړه باندې زهرجن تبلیغات خپروي او د بهرنیو استخباراتي کړیو موخې او اهداف تعقیبوي.»

د اریانا نیوز مسوول مجیب الرحمن بهیر هم څرګندوي:«اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې، ستونزې شته، یو څه حل شوي غوښتنه مو دا ده چې تر ډېره پورې دغه مسئله را ته حل کړئ. د رسنیو د قانون په اړه باندې که کار وشي او وضاحت ورکړل شي چې دغه کار تر کومه ځایه پورې رسېدلی دی.»

اخوا، یو شمېر مسوولان وايي، له رسنیو ملاتړ د اسلامي امارت د کاري لومړیتوبونو په سر کې دی.

د حکومت د رسنیو مرکز رییس وايي، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې هېواد ته د خبریالانو د راستنېدو په موخه یو کمېسیون جوړ شي چې د هغوی د بېرته راتګ زمینه برابره کړي.

د حکومت د رسنیو مرکز رییس نعیم الحق حقاني وویل:«همدا ډول چې له شخصیتونو سره د تماس کمېسیون جوړ شوی، د رسنیزو څېرو لپاره هم باید جوړ شي، څو هغوی هم راوبلل شي او افغانستان ته راشي او له خپلو سترګو د افغانستان په تړاو قضاوت وکړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو رییس عبدالواحد ارین څرګندوي:«هغه ستونزو چې شتون درلود در ډېره حل شوي او هره پېښه چې رامنځته کېږي او سرغړونه ترسره کېږي، د هر بنسټ له لوري چې وي هغه دې د مشرتابه له مقام سره شریک کړل شي.»

د مسوولانو له لوري د ورکړ شویو شمېرو له مخې، ۳۶۰ خبریالانو او د رسنیو ویاندویانو دغو جایزو ته غوښتنلیکونه سپارلي و، چې له منځه یې د پنځه ویاندویانو او ښځینه خبریالانو په شمول ۲۱ تنو ته جایزې ورکړل شوې.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه