Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د خبریال ملي ورځ؛ د ټولیزو رسنیو قانون د توشیح پر ځنډ نیوکې

د کب میاشتې ۲۷ مه په هېواد کې د خبریال له ملي ورځې سره برابره ده.

له دغې ورځې سره هم‌مهاله، د رسنیو ځینې ملاتړي بنسټونه او خبریالان د خبریال د ملي ورځې په مناسبت، په هېواد کې د ټولیزو رسنیو د قانون پر نشتوالي نیوکه کوي.

دغه بنسټونه او خبریالان وايي چې د ټولیزو رسنیو د قانون نشتوالی یوه ستره تشه ده او باید ژر تر ژره د ټولیزو رسنیو قانون د اسلامي امارت د مشر له خوا توشیح شي.

د افغانستان د رسنیو بنسټ ویاند صمیم فروغ فیضي وویل:«د ټولیزو رسنیو قانون چې د توشیح لپاره کندهار ته استول شوی، هیله لرم چې توشیح شي او ډېر ژر خبریالان ورته لاسرسی پیدا کړي، څو زموږ د هم‌سنګرانو لار او طریقه روښانه شي.»

خبریال حیدر محمد نظري طلوع‌نیوز ته څرګنده کړه:«د خبریال ملي ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې ډېری خبریالان له ګڼو اقتصادي ستونزو او اطلاعاتو ته د لاسرسۍ له محدودیت سره مخ دي.»

له دې ورځې سره سم، مریم میرزايي، یوه له هغو خبریالانو ده، چې په بېلابېلو رسنیو کې يې شاوخوا ۳ کاله کار کړی، خو اوس‌مهال بېکاره ده او له اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

مریم میرزايي وايي:«ما د خبریالې په توګه په بېلابېلو انځوریزو او غږیزو رسنیو کې کار کړی او اوس یوه موده کېږي چې بې‌کاره یم او زما په څېر نور خبریالان هم شته چې بې‌کاره دي.»

بل پلو د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبریال ملي ورځې په مناسبت په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې يې د رسنیو او خبریالانو د حقونو د سرغړونې نږدې ۱۵۰ پېښې ثبت کړي چې، ۸۰ پېښې يې د ګواښونو او ۵۹ د خیریالانو نیول دي.

که څه هم اسلامي امارت په دې تړاو تراوسه څه نه‌دي ویلي؛ خو زیاتوي چې، خبریالان باید د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې خپل فعالیتونه وکړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«هیله لرم چې خبریالان د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې او د هېواد ملي ګټو ته په پام کې نیولو سره حقیتونه انعکاس کړي او خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي هم څرګندوي:«د اطلاعاتو او کلتور وزارت ژمن دی چې له خبریالانو او رسنیو سره همکاري وکړي او خبریالان هم باید حقیقتونه منعکس کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې له یو نیم کال ډېر وخت کېږي، چې د ټولیزو رسنیو قانون ته د اطلاعاتو او کلتور وزارت بیاکتنه کړې او د توشیح لپاره یې کندهار ته د اسلامي امارت مشر ته  لېږلی دی؛ خو لا تراوسه توشیح شوی نه‌دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه