Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون لومړنۍ کاري غونډه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون د رسنیو د قانون په چوکاټ کې خپل کار پیل کړی دی.

د دغه وزارت د نشراتو رییس زیاتوي، چې د دغه کمېسیون د غړو شمېر له ۱۱ تنو څخه ۱۴ تنو ته لوړ شوی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ترڅنګ د امر بالمعروف، استخباراتو او کورنيو چارو وزارت استازي هم ګډون ولري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو رییس عبدالحق حماد وویل:«دا کمېسیون په همدې هدف جوړ شوی دی چې د رسنیو کومې ستونزې وي که هغه خپله د رسنیو ترمنځ ستونزه وي که د رسنیو او حکومت ترمنځ ستونزه وي یا د رسنیو او عامو خلکو ترمنځ ستونزه وي هر ستونزه د همدې کمېسیون له لارې حل کېدلی شي.»

د دغه کمېسیون په جوړښت کې د ښځو نه شتون د رسنیو د ملاتړو بنسټونو اندېښنې زیاتې کړې دي. خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ډاډ ورکوي، چې احتمال لري له بدلونو وروسته د کمېسيون ترکيب ته بيا کتنه وشي.

د رسنيزو سرغړونو او شکايتونو د ارزونې کمېسيون غړی جميل وقار وايي:«کمېسیون باید خپل استقلالیت ولري د دې ترڅنګ د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې فعالیت وکړي. د دې ترڅنګ واضیح طرزالعمل باید ولري او همدارنګه د ژورنالیزم کوم اصول او اصلونه چې دي د هغوی په رڼا باندې پرېکړې وکړي.»

يو شمېر خبريالان د دغه کمېسيون له غړو غوښتنه کوي چې د خبريالانو او رسنيو ستونزې پر وخت هوارې کړي.

خبريال اسلام بهنوش په دې هکله څرګندوي:«موږ د دې کمېسیون د کار پر پیل باندې خوشحاله یوو ولي بدبختانه په تېره یوه میاشت کې يې چندانې لاسته راوړنې د خبریالانو لپاره نه درلودې.»

خبريال ذبيح الله سروري    هم وویل:«د خوښۍ ځای دی موږ له دې نه هرکلی کوو او هیله کوو چې دا کمېسیون به د رسنیو او خبریالانو ټولې قضيې د قانون په رڼا کې وڅېړي او ورته رسېدنه وکړي.»

یو شمېر خبریالان له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د کمېسیون د فعالیتونو تر څنګ دې د رسنیو قانون او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عملي کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه