Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په کابل کې د "امام ابوحنیفه" ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل کېدل

په کابل کې د "امام ابو حنیفه" ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو. د اسلامي امارت مسوولان د دې نندارتون د پرانیستلو په مراسمو کې وویل، له کورنیو او بهرنیو پانګوالو به ملاتړ وکړي.

د دوی په وینا، کورني او بهرني پانګوال کولای شي، د کانونو د راوېستنې، کرنې او انرژۍ په برخو کې پانه‌ګونې وکړي.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «په افغانستان کې چې څومره بایره ځمکه وي، ملي او نړیوال سوداګر که غواړي پانګونه وکړي، را دې شي، پانګه‌ونه دې وکړي، موږ ورته ان‌شاء الله اسانتیاوې برابروو.»

د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له څه باندې یوه کال راهیسې د نږدې ۱۸۰ کوچنیو کانونو د استخراج چارې کورنیو شرکتونو ته سپارل شوي او په وینا یې اوس په کانونو برخه کې د پانګونو لپاره زمینه برابره شوې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور وايي: «د کانونو وزارت په اصولو او قانون کې دا دي چې کوچنی کان له افغان پرته بل چا ته نه ورکول کېږي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه زیاتوي: «موږ هم هر څه لرو، ولې د داسې مشکلاتو مخه و نه نیسو چې هغه زموږ د پرمختګ، تجارت او صنعت مخه نیسي.»

له دې سره سم، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، اسلامي امارت هڅې کوي چې، افغانستان پر یوه صادراتي هېواد بدل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي څرګندوي: «باید موږ ټول نه یوازې د وینا له لارې؛ بلکې د عمل او شته پیسو له لارې له خپلو کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وايي: «کله چې په ګمرک کې مالیه واخیستل شي، نور بیا ستاسو په مال کار نه لرل کېږي، په ټوله دنیا کې ده، اوس دغه ګډوډ مالیاتي سېسټم خلک په ستونزو کې کړې دي. هیله مو دا ده چې دې ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.»

دغه نندارتون به چې پکې څه باندې ۷۰۰ شرکتونو ګډون کړی د لیندۍ تر اولسمې پرانېستی وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه