Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېوادوال: له بانکونو د پیسو پر اخیستو محدودیت لرې شوی نه دی

ځينې هېوادوال له خصوصي بانکونونو د خپلو پیسو د اخیستو په برخه کې پر شته محدودیتونو نیوکه کوي.

هېوادوال وايي چې د پیسو د اخیستو په برخه کې محدودیت، د بانک پېرودونکي له ګڼو ننکونو سره مخ کړي، خصوصي بانکونه او مرکزي بانک باید له محدودیت پرته خپلو پېرودونکو پیسې ورکړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالبشري اکبري طلوع‌نیوز ته وايي:«په اوسنیو شرایطو کې پېرودونکی د پیسو غوښتنه لري، کاروبار هم نشته. اقتصاد کمزوری دی. باید خصوصي بانکونه د پېرودونکو پیسې ورکړي.»

د کابل بل اوسېدونکی تمیم هم څرګندوي:«موږ په ډېرې اسانۍ سره کولای شول چې پیسې ترلاسه کړو او په ډېرې اسانتیا مو کولای شول چې د خپلو شرکتونو تړونونه اجرا کړو؛ خو اوس دغو محدودیتونو موږ ته ډېرې ستونزې راولاړې کړې دي.»

 اخوا د افغانستان بانک بیا ډاډ ورکوي چې له خصوصي بانکونو د پیسو د اخیستو په برخه کې به ټول محدودیتونه لرې کړل شي.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وویل:«اوس د تېر پرتله، د سوداګریزو بانکونو د پېرودونکو د امانتونو اندازه زیاته شوې، یعنې محدودیتونه کم شوي او همدا ډول له نړۍوالو بنسټونو سره تخنیکي بحثونه روان دي.»

د اقتصادي چارو شنوونکي بیا په دې باور دي چې د بانکونو د ښه فعالیت لپاره اړتیا ده چې بانکونه خپلو پېرودونکو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی میر شکیب میر طلوع‌نیوز ته وايي:«د بانکي سکټور پېرودونکو د زیاتوالي لپاره اړتیا ده، چې بانکي محصولات او خدمتونه په معیاري او لوړ کیفیت، مناسبې بیې او روڼتیا سره وړاندې کړل شي.»

تر دې مخکې، د افغانستان بانک اعلان کړی و، چې له بانکونو د پیسو اخیستو کچه لوړه شوې او پېرودونکي کولای شي چې په اونۍ کې له ۳۰ زره افغانیو ۵۰ زره افغانۍ ترلاسه کړي.

د افغانستان بانک بیا ډاډ ورکوي چې له خصوصي بانکونو د پیسو د اخیستو په برخه کې به ټول محدودیتونه لرې کړل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه