Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له موبي ګروپ سره د امریکا غږ آشنا ټلوېزیون د ګډې همکارۍ پيل

د امریکا غږ آشنا ټلوېزیون په ژوندۍ بڼه نشرات به نن په افغانستان کې د موبي ګروپ د درې ټلوېزیونونو له لارې پيل شي. 

د هغه تړون پر بنسټ چې د امریکا غږ آشنا ټلوېزیون او موبي ګروپ ترمنځ لاسلیک شوی ټاکل شوې ده چې د د امریکا غږ آشنا ټلوېزیون خپرونې د طلوع، طلوع نیوز او لمر ټلویزیونونو څخه د یوه ساعت لپاره هره شپه له لس نیمو تر یو لس نیمو بجو پورې خپرې شي.

د موبي ګروپ مسوولین وايي، د دغه بنسټ د درېیو ټلویزیونونو پردې به د یوې اندازې پیسو په بدل کې د اشنا ټلویزیون په واک کې ورکړ شي.

په افغانستان کې د موبي ګروپ د نشراتي شبکو رییس مسعود سنجر په دې اړه وویل:«د امریکا غږ پروګرامونه له لسیزو راهیسې په افغانستان خپرېږي او موبي ګروپ له دغې همکارۍ سره چې د اشنا ټلوېزیون خپرونې د خپلو نشراتي شبکو له لارې خپرې کړي، غواړي چې خپلو مخاطبینو او د افغانستان د خلکو لپاره د اطلاع رسونې لپاره ډېره زمینه برابره کړي.»

له دې سره سم، د امریکا غږ مسوولین وايي، د یوې آزادې رسنۍ په توګه به د افغانستان او نړۍ خبرونه په دقت او توازن سره خپاره کړي.

په امریکا غږ کې د افغانستان د برخې مسوول جان واکر وايي:«د امریکا غږ له موبي ګروپ سره له دغه مشارکته خوشحاله دی. ډېری افغان نندارچیان د امریکا غږ آشنا ټلوېزیون او د کاروان پروګرام ګوري. اوس موږ خوشحاله یوو چې، دغه پروګرامونه د طلوع نیوز، طلوع او لمر ټلوېزیونونو له لارې خپروو.»

موبي کروپ د افغانستان تر ټولو لویه رسنیزه ډله ده او د افغانستان ډېری خلک د دغه بنسټ ټلوېزیونونه ګوري.

د امریکا غږ مسوولین وايي، د یوې آزادې رسنۍ په توګه به د افغانستان او نړۍ خبرونه په دقت او توازن سره خپاره کړي.

شریک یي کړئ