په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له افغان چارواکو سره، فاریاب ولایت ته په سفر کې وویل چې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده او له طالبانو یې وغوښتل چې خپل تاوتریخوالی کم کړي.
ښاغلی مېلر وویل:«موږ د تاوتریخوالي په هکله خبرې وکړې. موږ د تاوتریخوالي په هکله پوهېږو او دا واقعاً د افغان امنیتي ځواکونو په اړه دی چې د افغانستان له خلکو ستانه کوي. خو ټول باید په دې پوه شي چې د تاوتریخوالي کچه لوړه ده او طالبان باید خپل تاوتریخوالی کم کړي.»
د افغانستان د ملي پوځ لوی دریستیز جنرال یاسین ضیا وویل چې په دغه سفر کې د شمالي ولایتونو امنیتي وضعیت څېړل کېږي او همدارنګه ځينې افغان امنیتي ځواکونه د دغو چارواکو له خوا وستایل شول.
د فاریاب والي نقیب الله فایق په دې اړه وویل:«هیله لرم او ډاډه یم چې دا ډول همغږۍ زموږ د امنیتي ځواکونو د بریا او ملاتړ لپاره او د خلکو د امنیت په ټينګښت کې ډېر اغېزمن دی.»
د سیمه ییزو ارګانونو ریاست مرستیال ایوب سالنګي وايي:«دلته راغلي یوو چې زموږ دښمن پوه شي لکه څرنګه چې زموږ د هغوی په وړاندې مقابلې او مبارزې او جګړې ته چمتو یوو، همدا ډول د سولې له بهیره هم ملاتړ کوو.»