Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خلیلزاد: د دوحې مذاکراتو کې د ځان ځانیو تکرار تېروتنه ده

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیل زاد (سې شنبې د تلې په ۱۵مه نېټه) له طلوع نیوز سره په ځانکړې مرکه کې وايي چې دوحه کې د سولې خبرو پرمهال د ځان ځانیو تکرار به تېروتنه وي او افغانستان به په دوهمې سوریې بدل کړي.

خلیلزاد وایي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو د مرکچي ډلو ترمنځ خبرو کې پرمختګونه شته، هغه زیاته کړې، امریکا هڅه کوي، دواړه لوري قانع کړي، چې ژر تاوتریخوالی کم کړي، ورپسې اوربند او بیا یوه سیاسي هوکړه وکړ.

په داسې حال کې چې په دوحه کې  د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د اصلي مذاکراتو پېلېدل لاهم څرګند نه دي ؛ خو زلمی خلیل زاد په دغو مذاکراتو کې د هیله منوونکي پرمختګ خبر ورکوي.

زلمی خلیلزاد هېواد کې د تاوتریخوالي  د کچې پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او وایي چې واشنګټن په لنډه موده کې یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو هڅه کوي.

خلیلزاد زیتوي:«تاوتریخوالی زیات دی، ډېر افغانان وژل کیږي، باید تاوتریخوالی کم شي او دا ژمنه شوې وه  او باید چې دا ژمنه پلې شي او د تاوتریخوالي ځای سوله ونیسي، او د دښمني ځای د یو بل منل ونیسي او افغانان هم هیله لري او موږ هم.»

دا چګپوړی امریکایي ډیپلوماټ که څه هم د دوحې د مذاکراتو د کړنلارې په وروستي کولو کې بندون مني خو وایي چې دواړه لوري په انعطاف منلو سره له هغه نه وتلو لپاره یو بل ته قناعت ورکړي.

د واشنګټن ځانګړی استازی ټینګار کوي چې د اړتیا او د دواړو لوریو د پلاوو د غوښتنې په صورت کې به د سولې په بهیر کې د منځګړي رول ولوبوي.

بل خوا ولسمشر غني په قطر کې په یوه څېړنیز انسټېټیوټ کې د وینا پر مهال وایي چې د جمهوریت له ساتلو پرته سولې ته رسېدل ناشوني دي.

په همدې حال کې ولسمشر غني ټینګار کړی چې پرته له جمهوریت نظام څخه سولې ته رسېدل نا ممکن دي او د سولې برخلیک په تړاو به وروستۍ پرېکړه د افغانستان خلک کوي.

ښاغلی غني وايي:«د افغانستان سوله د مخکښانو او یا طبقاتو سوله نه شي کیدلای. د افغانستان سوله باید د افغانستان د خلکو سوله وی . له امله باید خلکو ته لومړيتوب ورکړل شي او افغانانو راتلونکې تضمین کړي. داسې راتلونکې چې هر افغان پکې ځان وویني او احساس کړي.»

ښاغلی زیاته کړه:«‎د افغانستان په هیڅ ځای کې واک میراثي نه دی؛ د سولې هر ډول هوکړه به د افغانستان د پارلمان او لویې جرګې له لوري تایید شي. دا جمهوریت دی، له دې پرته شونې نه ده چې د سولې بهیر پایلې ته ورسېږي . انحصار به افغانستان کې کار نه ورکوي. موږ ډیر لوی هېواد یو او پر عدالت ټينګار لرو. له ډموکراسۍ پرته د افغانستان  مدیریت ناممکن دی.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازری دغه راز وایي چې د افغانستان د سولې لپاره سیاسي حل لاره شونې ده او امریکا به د شرایطو له مخې له افغانستانه ووځي خو له افغانستانه به اوږدمهالي ملاتړ ته هم ژمنه وي.

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي چې د افغانستان د جګړې پایته رسول د د سیاسي جوړجاړي له لارې ممکنه ده

شریک یي کړئ