Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکايي ځواکونو په هلمند کې د افغان ځواکونو ننګه کړې

وروسته له هغې کله چې طالبانو د لښکرګاه څلورمه امنیتي حوزه ونیوله او دې ډلې د ښار په ځینو برخو پراخه بریدونه پیل کړل، امریکایي ځواکونو هلمند کې پر طالبانو د هوایي بریدونه په اړه خبر ور کړی دی.
 
د امریکايي سرتېرو ویاند ویلي دا بریدونه يې د امریکا او طالبانو تر منځ د شوي تړون له مخې د افغان ځواکونو په ملاتړ تر سره کړي دي.

بلخوا افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان ویلي هلمند کې پر امنیتي ځواکونو، د طالبانو بریدونه د دوحې له تړونه سرغړونه ده او ژر تر ژره یې د دغو بریدونو د درېدو غوښتنه کړې ده.

په هلمند کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو نن هم د لښکرګاه ښار په درېیمه حوزه کې له حکومتی ځواکونو سره نښتې کړې او د لښکرګاه ښار تر څنګ يي پر درېیو ولسوالیو بریدونه کړي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ هلمند ته د زیاتو نورو سرتېرو د استولو اعلان کړی او ډاډ یې څرګند کړی چې ډېر ژر به هلته طالبان له منځ یوسي. 

هغه تصورونه چې د طالبانو له لوري خپاره شوي دي ښيي چې د لښکرګاه په څلورمه حوزه کې د افغان ځواکونو پوستې او د باباجي سیمې ځینې برخې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

په دغو تصویرو نو کې لیدل کېږي چې طالبان د افغان ځواکونو د پوستو د ورانولو په حال کې دي.

په لښکرګاه کې سرچينې تاییدوي چې په دې پوسته کې تر ډېره ملي پولیس او سیمه ییز پولیس ځای پرځای وو او له سختو جګړو پرته یې خپلې پوستې پرېښي دي، له همدې امله دولتي ځواکونو لږ تلفات لرل.
                
د مدني ټولنې فعال عبدالولي پټیال په دې اړه وویل:«هېڅ ډول مقاومت ونه شو او خپلې پوستې یې پرېښودلې.»

د هلمند امنیه قومندان خلیل الرحمان جواد وايي:«یو تاکتیکي شاتک شوی، خو طالب ډلې ته مرګ ژوبله اوښتې ده.»

د  لښکرګاه ښار پر ځینو برخو د طالبانو له یرغلي بریدونو سره هم مهاله امریکایي ځواکونه په تېرو دوو ورځو کې د طالبانو پر وړاندې د څو هوایي بریدونو له ترسراوي خبر ورکوي.

د غوڅ ملاتړ د ماموریت قومندان د طالبانو دا یرغلي بریدونه د دوحې له هوکړې سره سم نه ګڼي او له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او په هلمند کې خپل یرغلي بریدونه ژر تر ژره ودروي.
 
د غوڅ ملاتړ د ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي:«طالبان باید ژر تر ژره په هلمند ولایت کې خپل یرغلي اقدامات ودروي او په ټول هېواد کې خپل تاوتریخوالی کم کړي. دا د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو له هوکړه لیک سره اړخ نه لګوي او د افغانستان د سولې مذاکرات کمزوري کوي.»

ځينې هغه تصویرونه چې د دوشبنې په ورځ خپاره شوي په لښکرګاه ښار کې ستونزمن وضعیت ښيي.

یوازې په لښکرګاه ښار کې دننه نه بلکې دغه ښار ته په نږدې درېیو ولسوالیو کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ جګړې دوام لري.
          
د هلمند اوسېدونکی لعل ګل په دې اړه وویل:«په چاه انجیر کې زموږ له کورونو سره طالبان راغلي دي.»
         
د هلمند بل اوسېدونکی سمیع الله هم وايي:«خلک د سړکونو پر سر ویده دي او بې کوره شوي دي او هېڅ چاره نه لري.»   

د امریکا او طالبانو ډلې ترمنځ د هوکړه لیک له مخې طالبانو ژمنه کړې وه چې پر لویو ښارونو به بریدونه نه کوي، د دغه هوکړه لیک له لاسلیک کېدو وروسته د لښکرګاه ښار پر څلورمه حوزه د طالبانو برید د دغه ولایت پر مرکز د دې ډلې یو له لویو بریدونو بلل کېږي.
 
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړه:«د دغو بریدونو زیاتوالی د دې ښودونه کوي چې له بده مرغه طالبان د دایمي سولې د راوستو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنه نه مني.»

خو د طالبانو یو ویاند یوسف احمدي په یوه پیغام کې طلوع نیوز ته وایي چې دې ډلې هغه سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي چې دولتي ځواکونو څو میاشتې وړاندې له دې ډلې نیولې وې.
           
په هلمند کې ځایي سرچینې تاییدوي چې طالبانو اوس مهال د لښکرګاه ښار څلورمه حوزه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده او د دغه ښار په درېیمه حوزه کې هم نښتې پېل شوې دي.

د هېواد په څه باندې شلو ولایتونو کې د تاوتریخوالو له دوام سره هم مهاله، د امریکا متحده ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي وایي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور په شرایطو پورې تړلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه