Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو خبرپاڼې غبرګون کې خلیلزاد: تورونه د سولې لامل نشي کېدی

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد خبرداری ورکوي چې د اوربند په تړاو بې بنسټه تورونه او پاروونکي شعارونه د سولې لامل نه شي کېدی.

وروسته له هغې چې طالبانو د امریکا متحده پوځ د سولې هوکړې په نقضولو تورن کړ، اوس خلیلزاد وايي اړینه ده چې د تورونو پر ځای په جدي توګه د متحدوایالتونو-طالبانو هوکړې او د متحدوایالتونو-افغانستان ګډې اعلامیې د ټول مواد په پام کې ونیسو او د تدریجي اورکم لپاره ژمنې له پامه ونه غورځوو.

نوموړي پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي دي چې د تاوتریخوالي لوړه کچه کولاې شي د سولې بهیر، هوکړه لیک او دغه اساسي پوهاوی وګواښوي چې پوځي حل شتون نلري.

د افغان سولې بهیر لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي سره له دې چې د تاوتریخوالیو پر کمښت یو ځل بیا ټینګار شوی دی، خو اوس افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د اندېښنې وړ ده.

ښاغلی خلیلزاد وايي د لښکرګاه په ګډون په هلمند کې د طالبانو د بریدونو، د افغان امنیتي ځواکونو په ضد د طالبانو د بریدونو، او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او ائتلافي ځواکونو د بریدونو په هکله د طالبانو د شکایتونو په لړ کې په دوحه کې وروستۍ غونډه وشوه.‌

هغه زیاته کړې ټولو خواوو توافق وکړ چې بریدونه او بمبارۍ به لږوي او تاوتریخوالی او مرګ-ژوبله به کموي. که څه هم په هلمند کې تاوتریخوالی لږ شوی، خو په عمومي توګه په هیواد کې تاوتریخوالی ډیر دی.‌

د خلیلزاد په خبره چې زموږ تمه وه او اوس هم دا ده چې تاوتریخوالی، کم کیږي او کم پاتي‌ کیږي.

دی همداراز د هوکړې په تړاو زیاتوي:«زموږ لخوا لاسلیک شوي توافقلیک کې پر دې تمرکز شوی و، او د بندیانو د وروستیو ډلو د خلاصون په تړاو ورباندې نور ټینګار هم وشو، او پدې وروستیو کې یو وار یې بیا هم تایید وشو چې ټولې غاړې د معاملې ټولو ابعادو ته ژمن دي.»

غور کې تېرې ورځې وروستی موټر بم برید هم غمیزه بولي او د تاوتریخوالي وروستۍ بیلګه یې ښیې.

هغه د خبرو مېز کې د امتیاز ګټلو لپاره تاوتریخوالی غوره نه بولي:«دا باور چې د مذاکراتو په میز کې د امتیاز ګټلو لپاره باید تاوتریخوالی ډیر شي، ډیر خطرناکه دی. دغه ډول چلند کولاې شي چې د سولې بهیر زیانمن کړي او د افغان مشرانو پخواني ناسم محاسبات بیا تکرار کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د اعلامیې په خپرولو سره امریکا له دوی سره د سولې شوې هوکړې تر پښو لاندې کولو باندې تورنه کړه.

اعلامیه کې ویل شوي وو چې امریکا په دې وروستیو کې په غیرجنګي سیمو کې بمبار کړی دی.

خو امریکا دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دوی د افغان ځواکونو د دفاع لپاره بریدونه کړي دي.

شریک یي کړئ