Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزني کې دوو چاودنو نهه تنه وژلي دي

په غزني ښار کې دوو چاودنو اته تنه ولسي وګړي او یو تن پوځي یې وژلی دی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي چې نن سهار د ولسي وګړو یو ټونس موټر د دویمې امنیتي حوزې په اړوند روضه سیمه کې د سړک غاړې ماین سره برابر شو چې په پایله کې یې د څلورو ښځو په ګډ،ن اته تنه ولسي وګړي وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

ښاغلی جمعه زاده زیاتوي چې امنیتي ځواکونو چې غوښتل یې له سیمې د وژل شویو کسانو مړي ولېږدوي، د هغوی موټر هم د سړک تر غاړې بل ځای پر ځای شوي ماین باندې برابرېږي چې په پایله کې یې یو پوځي وژل کېږي او دوه تنه نور ټپیان کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت نن شنبې ویلي دي چې په تېرې یوه اوونۍ کې طالبانو ۳۵۶ یرغلي خوځښتونه لري دي.

د دغه وزارت د معلوماتو پربنسټ، په دغې موده کې، دوه ځانمرګي بریدونه او ۵۲ ماین چاودنې شوې دي.

د دغه وزارت معلومات د دې ښودنه کوي چې په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو بریدونو ۵۱ تنه ولسي وګړي وژلي دي او ۱۳۷ تنه نور یې ټپيان کړي دي.

شریک یي کړئ