دفاع وزارت وایي، د هلمند لښکرکاه ښار اړوند باباجي سیمه کې د طالبانو د جګړې مسوول وژل شوی.
د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې هوایي ځواکونو پرون په نادعلي کې د طالبانو یو پټنځای په نښه کړ چې پهکې ملا شاه ولي او درې کسان یې ووژل شول.
د دفاع وزارت په وینا، ملا شاه ولي، هغه طالب و چې په چاه انجیر او باباجي کې یې د جګړې مشري کوله.
خو طالبانو دا خبر نه دی تایید کړی.