Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اوبو کموالی؛ د هلمند نوزاد ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي کډوالۍ ته اړ شوي

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، د وروستیو کلونو د جګړو او وچکالیو له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وایي، اوس‌مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

هدایت‌الله چې د نوزاد ولسوالۍ د مرکزي نوزاد کلي اوسېدونکی دی، وایي، د اوبو نه‌شتون له امله د خپل کلي پرېښودو ته اړ شوی دی.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی هدایت‌الله وايي: «اوبه چې نه وي؛ کار او بار به له کومه شي، خلک ډېر ستړي دي، په سلو کې یو یا دوه کسان هوسا دي، ځکه هغوی ورته اړتیا نه‌لري، نور هوسا خلک نه‌شته، ستړي دي.»

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی شراف‌الدین وايي: «دغو خلکو ته چې اوبه پیدا شي، ګزاره یې وشي، هېڅوک له خپل ځای څخه نه‌ځي.»

د نوزاد ولسوالۍ یو شمېر نور اوسېدونکي هم وایي، اوس‌مهال د وچکالۍ له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي او که ستونزو ته یې رسېدنه و نه شي، دوی هم اړ دي چې له خپلو سیمو کډه وکړي.

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی اسدالله وايي: «که اوبه پیدا شي، مو ټول په کراره کېږو، خپل په ژوند پوهېږو او موږ دغه غوښتنه کوو، ټولو خلکو کډې بار کړي روان دي.»

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی عادل وايي: «اوبه نه‌شته، له نوزاد څخه درې کورونه کډوال شوي دي، دلته د ولسوالۍ بازار دی، خو د یوې حوزې په څېر بازار په‌کې هم نه‌شته.»

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالنافع زیاتوي: «دلته جګړې وې، ټول خلک په تېښته و، وطن مو ټول وچ دی، باغونه، کورونه او کلي ټوچ کلک دي.»

له دې سره سم، د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال هم د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې مني، خو وایي هڅه کوي چې د دغو کسانو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

دهلمند داطلاعاتو او کلتور مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وايي: «د تېر شل کلن اشغال پر مهال د هلمند نوزاد ولسوالۍ د خونړیو جګړو شاهده وه، دلته کلونه کلونه وچکالي تېره شوې ده؛ نو دا دواړه هغه عوامل دي چې د نوزاد ولسوالۍ زرګونه کورنۍ یې دې ته اړ کړي دي چې خپل کورونه پرېږدي او نورو سیمو ته کډه وکړي.»

د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال د اوبو نه‌شتون شکایت کوي چې تر دې وړاندې د دغه ولایت د واشیر ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو هم له ورته ستونزې شکایت درلود او د سرپرست حکومته یې د حل غوښتنه کوله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه