د هلمند پر مرکز لښکرګاه د وسله والو طالبانو تر برید وروسته، دغې ډلې د کندهار پر ارغنداب او د ارزګان پر دهراود ولسوالیو هم بریدونه پیل کړي دي.
د ځايي چارواکو په وینا، د دغو ولایتونو ځينې برخې د طالبانو لاسته لوېدلې دي. دغو جګړو په زرګونه کورنۍ بې ځایه کړې دي.
په دې لړ کې د ارزګان د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان وايي چې د تېرو درېیو ورځو راهیسي يې ولسوالۍ کلابنده ده. او طالبانو ډېری سیمې ورڅخه نیولې دي.
د نوموړي په وینا که چېرې مرستندویه ځواکونه ور ونه رسېږي، شونې ده دا ولسوالۍ سقوط وکړي.
د دهراود ولسوالۍ امنیه قومندان جان محمد کریمي زیاتوي:«که چېرې په بیړه اقدام ونه شي او وضعیت په دې ټول چې هره شپه دوه یا درې پوستې سقوط وکړي دوام وکړي، دا زموږ له وسې وتلې خبره ده.»
د دهراود ولسوالۍ اوسېدونکی سردار محمد سعید څرګندوي:«د دهراوود ولسوالۍ د پرځېدو په حال کې ده، د کلابندۍ په حال کې ده او خلک بې کوره شوي دي، لارې پرې تړلې دي.»
بل خوا د کندهار پر ارغنداب ولسوالۍ د برید په پایله کې طالبانو د ډېرو سیمو د نیولو ادعا کوي. خو ځايي مسوولین وايي چې اوس يې په هغه سیمو کي عملیات پیل کړي دي. پر کومو چې طالبانو برید کړی او د دواړو لوریو ترمنځ نښتي دوام لري.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال بارکزی وايي:«امنیتي او دفاعي ځواکونه په ژیړۍ او ارغنداب ولسوالیو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې عملیات پيل کړي دي او دغه عملیات بریالي دي.»
هلمند چې په سوېل کې د نا امنه ولایتونو څخه شمېرل کېږي، خو د دغه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې په نادعلي او ناوې ولسوالیو کې د لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات دوام لري، او اوس يې په هغه سیمو کې تازه د امنیتي پوستو بېرته جوړول پیل کړي دي چې دوه اوونۍ مخکې پرځېدلې وې.
د هلمند امنیه قومندان جنرال خلیل الرحمن وايي:«د چاه انجیر او ناوې په سیمو کې پراخ عملیات پیل شوي دي او تاسې به د دې شاهد وئ چې په دغو برخو کې به جدي پرمختګونه رامنځته شي، چې خلک خپل عاید ژوند ته راستانه شي.»
د افغانستان د جمهوري دولت او د طالبانو تر منځ د سولې د خپل منځي خبرو د دوام پرمهال د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د طالبانو پراخ بریدونو د دغه ولایت اوسېدونکي اندېښمن کړي او له امله يي زرګونه کورنۍ له خپلو سیمو کډوال شوي دي.
په دې اړه مو اندونه