Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د سرک غاړې ماین چاودنې دوه ملکیان ټپیان کړل

د کابل پولیس نن سهار(دوشنبې د لړم په ۱۹مه نېټه) د سرک غاړې ماین چاودنې په ترڅ کې د دوو ملکي کسانو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

د کابل پولیس زیاتوي، پېښه سهار کابو اووه نیمې بجې د دولسمې ناحیې څرخي پله سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې د پېښې په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.

تر اوس د پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم کابل کې د امنیت ضد درېیو پېښو کې دوو سرتېرو او د ملي دفاع وزارت یوه افسر ژوند بایلود.

د کابل پولیسو ویاند، فردوس فرامرز وویل چې د کابل یووشتمي امنیتي حوزې سیمه کې د ناپېژنده وسله وال کس لخوا برید کې د ملي دفاع وزارت یوه کارکوونکي، حنیف الله صافي سریاور ژوند بایلود.

د کابل پولیس همداراز وايي چې یوه سرتېري هم په قره باغ ولسوالۍ کې له طالبانو سره نښته کې ژوند بایلود.

له دې سره هم مهاله وسله والو پغمان ولسوالۍ کې یو سرتېری وژلی دی.

فرامرز وايي چې د دغې پېښې په تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

د کابل پولیس وايي چې پېښه نن سهار کابو اووه نیمې بجې د دولسمې ناحیې څرخي پله سیمه کې شوې ده

شریک یي کړئ