Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو یو ځل بیا افغانستان کې د خپل ماموریت پر دوام ټینګار وکړ

د ناټو سرمنشي، ینس سټولټنبرګ افغانستان کې د خپل ماموریت پر دوام ټینګار کړی دی.

سټولټنبرګ وايي د ناټو تړون به اجازه ورنکړي چې د داعش ډله افغانستان د عراق او سوریې په څېر د ترهګرۍ په خلافت بدل کړي.

هغه زیاته کړې که څه هم چې امریکا متحده ایالاتونو افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر کمښت اعلان کړی، خو موږ"ناټو افغانستان کې د خپل ماموریت دوام ته ژمن دی."

د ناټو سرمنشي همداراز وايي چې یاد تړون او ملګري یې نه پرېږدي چې افغانستان یو ځل بیا پر نورو هېوادونو د بریدونو په مرکز بدل شي.

نوموړي تېره ورځ هم ویلي و چې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو ویستل به د تېرو کالو لاسته راوړنې له منځه یوسي.

د ناټوعمومي منشي خبرداری ورکړی که بهرني ځواکونه په بېړه له افغانستان څخه ووځي ،احتمال لري په دغه هېواد کې لاسته راوړنې له منځه لاړې شي.

ینس سټولټنبرګ وايي تر هغه وخته چې په افغانستان کې د ناټو نظامي شتون په مسؤلیت سره پای ته ونه رسيږي، ډېر امکان شته چې دغه هېواد یو ځل بیا د تروریستي ډلو په خوندي پټنځای بدل شي.

د ناټو سرمنشي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وخت مخکې وتل د یوې خطرناکې پروژې له پلي کولو سره پرتله کوي.

له طالبانو سره د امریکا د هوکړه لیک له مخې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر باید تر پنځو  نورو میاشتو پورې بشپړ شي.

شریک یي کړئ