دیارلس استرالیايي سرتېري چې ګمان کیږي افغانستان کې د ملکي کسانو پر وړاندې د خپلو همکارانو لخوا د جنګي جرایمو د ترسره کولو شاهدان وو، له دندو ګوښه کيږي.
د اسټرالیا لوی درستیز وايي چې سرتېرو ته یې خبرداری ورکړی، څو راتلونکو ۱۴ ورځو پورې په دې تړاو ځواب اوايي او د ځواب نه ورکړې په صورت کې به له دندو ګوښه شي.
تر اوسه د دغو سرتېرو هویت په تړاو څه نه دي ویل شوي، خو نوولس نوریې له محاکمې سره مخامخ دي.
د اسټرالیا لوی درستیز، ریک بور ویلي دي:«اوس د افغانستان قضیې په تړاو اخطاریې ترلاسه کړې دي. تر اوسه د استرالیا له پوځه څوک نه دي بېل شوي. اخطاري د دغو کسانو د ګوښه کولو وړاندیز دی. دوی څوارلس ورځې وخت لري چې ځواب اوايي.»
ښاغلي بور ویلي دي چې دغه هېواد افغانستان کې د تورنو سرتېرو د کړنو په تړاو ځواب ویلو ته ژمن دی.