Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روغتیا، سرحداتو او اقتصاد نوماند وزیرانو د تایید رایې ترلاسه کړې

ولسي جرګې نن(چهارشنبې د لیندۍ په ۱۲مه نېټه) پنځو نوماند وزیرانو او د مرکزي بانک نوماند رییس ته د باور رایې ورکړې لپاره صندوقونه کېښودل.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د ۲۴۹ استازو له ډلې ۲۴۲ تنو حضور درلود او خپلې رایې استعمال کړې چې د بریا لپاره د ۱۲۲ رایو ترلاسه کول نصاب ټاکل شوی و.

کریمې حامد فاریابي له ولسي جرګې د ۱۳۶ باور رایو په ترلاسه کولو سره د اقتصاد وزیرې په توګه وټاکل شوه.

جواد عثماني له ولسي جرګې د ۱۴۵ باور رایو په ترلاسه کولو سره د عامې روغتیا وزیر په توګه وټاکل شو. هغه ۳۸ رد، ۴۷ باطلې او ۱۲ سپينې رایې هم واخیستې. 

محب الله صمیم له ولسي جرګې د ۲۰۹ باور رایو په ترلاسه کولو سره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په توګه وټاکل شو. ښاغلي محب ۱۲ رد، ۱۶ باطلې او ۵ سپينې رایې هم واخیستې.

بلخوا ولسي جرګې ته د معرفي شویو کسانو له ډلې د پوهنې وزارت ته نوماندې رنګینې حمیدي، کلیو پراختیا وزارت ته نوماند مجیب الرحمن کریمي او مرکزي بانک ته نوماند رییس اجمل احمدي د باور رایې ترلاسه نه کړې.

له دې ډلې پوهنې وزارت ته نوماندې، رنګینه حمیدي د ۱۱۴ رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانېده چې یاد وزارت ته لار ومومي.

همداراز د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته نوماند، مجیب الرحمن کریمي د ۱۱۸ رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانېد چې یاد وزارت ته لار ومومي.

ترڅنګ یې د افغانستان بانک لپاره نوماند رییس، اجمل احمدي د ۷۲ باور رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانېد چې یاد بانک ته لار ومومي. د پارلمان غړو ښاغلي احمدي ته ۷۴ رد او ۷۴ باطلې رایې ورکړې وې.

رنګینه حمیدي له ۱۱۴ رایو، مجیب الرحمان کریمي له ۱۱۸ رایو په ترلاسه کولو سره ونه توانېدل چې د پوهنې او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو ته لار پیدا کړي.

شریک یي کړئ