د افغانستان لومړۍ ښځینه جنراله او نامتو ډاکټره او د عامې روغتیا پخوانۍ وزیره، سهیلا صدیق نن(جمعه د لیندۍ په ۱۴مه نېټه) کابل کړې ومړه.
نوموړې چې کابو څلوېښت کاله یې سردار محمدداوود خان روغتون کې کار کړی له څه مودې راهیسې په الزایمر ناروغۍ اخته شوې وه.
آغلې صدیق له پنځو کالو راهیسې روغتون کې بستري وه. هغه ۷۲ کاله مخکې د کابل زاړه ښار کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او په ۱۳۴۵ هجري لمریز کال کې چې د کابل د طب پوهنځي محصله وه، روسیې ته د زده کړو دوام په موخه ولاړه او د دوکتورا سند یې ترلاسه کړ.
هغې د زده کړو پایته رسولو سره د کابل سردارمحمدداوود خان روغتون کې د ډاکټرې په توګه دنده پیل کړه، له آغلې سهیلا د غوره جراحې په توګه هم یادونه شوې ده.